جاپان په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

ارشیف، پر بې ځایه شويو کډوالو د مرستو د ویش بهیر

د جاپان هېواد په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا «WFP» سره د ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وکړه.

په افغانستان کې د جاپان شارژدافیر کېچي هارا د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۱» په کابل کې وویل چې دا مرستې به د وچکالۍ ځپلو خلکو ستونزې راکمې کړای شي.

نوموړي زیاته کړه:

"افغانان نه‌یوازې اوس د وچکالۍ له امله زیانمن دي، بلکې له تېرو څو کلونو دغه زیان وراوښتی، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۳ میلیونه افغانان د وچکالۍ له امله اغېزمن شوي چې ګڼ‌یې له همدې امله بې‌ځایه شوي هم دي، کله چې د جاپان دولت د خلکو دا بد حالت وارزوو، نو ۱۳ میلیونه ډالر یې د «WFP» له لارې خلکو سره مرسته وکړه."

ارشیف، یوې بې‌ځایه شوې کډوالې ته مرسته ورکړل شوې.

ښاغلي هارا دا هم وویل، په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې د وچکالۍ ځپلو سیمو خلکو سره په سختو حالاتو کې د مرستو رسولو لپاره ښه پلانونه لري چې د زیانمنو خلکو ژوند بیا ورغوي.

په مرسته شویو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي او ځيني نور د اړتیا وړ توکي وو چې د دغه هېواد له لوري په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته وسپارل شول.

دا په‌داسې حال کې ده چې جاپان په‌دې وروستیو کلونو کې ۶،۶ میلیارده ډالر له افغانستان سره د بېلابېلو بشري مرستو په برخه کې لګولي دي.

همدا شان دغه هېواد په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۲،۹ میلیونه کسانو سره د ۵۶ مټریک ټنه خوراکي توکو او ۴ میلیونه ډالرو نغدو پیسو مرستې کړې دي.

د خوړو نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په تېر یوه کال کې په هرات کې ۳۰ زره، په بادغیس کې ۱۸ زره او په غور کې ۶ زره کورنۍ د وچکالۍ له امله بې‌ځایه شوي دي.

له دې سره په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر زلاتن ملېسیچ چې یاده غونډه کې يې برخه اخیستې وه وویل:

"د جاپان هېواد دغه مرسته موږ ته په‌داسې وخت کې راورسوله چې موږ د وچکالۍ ځپلو خلکو شمېر کم باله، خو له ارزونې وروسته دا شمېر زښته زیات وو، موږ یې له مرستو منندوی یو."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو اندېښنه وښوده چې په یو کال کې یې د ځانګړې شوې بودجې ۶۵ سلنه یوازې پر بېړنیو مرستو لګېدلې او له اړونده ادارو یې طبیعي پېښو ته د چمتووالي په اړه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

راپور: فېروزه عزیزي