د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان پرون شپه اسلاماباد ته ورسېد او دغه هېواد تهیې د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت لویې پروژې ورکړې.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په پاکستان کې دی چېرته چې پاکستاني چارواکي هیلهمند دي له اقتصادي کړکېچه په راوتلو کې عربستان لاس ورکړي.
شهزاده محمد بن سلمان پرون ماښام نور خان هوايي ډګر ته ورسېد او د صدراعظم عمران خان، د پوځ د لوی درستیز قمر جاوید باجوه او نورو چارواکو لهخوا له تود هرکلي سره مخ شو.
له تود هرکلي وروسته د ولیعهد محمد بن سلمان او عمران خان په حضور کې د دواړو هېوادونو وزیرانو او چارواکو د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د لویو پروژو تړونونه وکړل.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د تړونونو تر لاسلیک وروسته له پاکستان سره د خپلې ملګرتیا او همکارۍ له هوډه ډاډ ورکړ.
ولیعهد وویل:
"زموږ په باور پاکستان به په نږدې راتلونکي کې یو مهم هېواد واوسي او موږ غواړو د دې «موضوع» یوه برخه واوسو. د داسې یوې رهبرۍ په تمه یو چې ورسره شریک واوسو او ډېر ګډ کارونه وکړو. نن مو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. شااوخوا ۲۰ میلیارده ډالرو پانګونه ده."
له تېلو ډک عربستان په اوسنیو لاسلیک شویو پروژو سربېره پهدې وروستیو کې پاکستان ته د اقتصادي کړکېچ د مبارزې او د مالي زېرمو د کمښت د مخنیوي لپاره شپږ میلیارده ډالره پور هم ورکړی.
عمران خان لا له مخکې د سعودي عربستان د خبریال جمال خاشقجي په قضیه کې د نړیوالو لهخوا ګرم بلل شوي ولیعهد محمد سلمان سره ملګرتیا پاللې او د هغو په ګوتو شمارو اسیايي مشرانو په ډله کې و چې د ریاض په کوربهتوب یې څه وخت مخکې په یوه اقتصادي کنفرانس کې برخه واخیسته.
دا کنفرانس د جمال خاشقجي د وژل کېدو په غبرګون اکثرو هېوادونو تحریم کړ.
د پاکستان صدراعظم عمران خان چې په اقتصادي کړکېچ او کمزوریو کې یې له عربستانه د همکارۍ هیله کړې د ولیعهد محمد بن سلمان لهخوا د تازه همکاریو مننه وکړه.
نوموړي وویل:
"سعودي عربستان تل د پاکستان یو دوست پاتې شوی. داسې ملګری چې پاکستان ورته اړتیا لري او په همدې سبب دا ملګرتیا موږ ته ډېره ارزښت لري او ستایو یې."
د سلمان سفر پاکستان ته داسې وخت کېږي چې په سیمه کې جدي لانجې روانې دي.
هند چې تمه ده سلمان له پاکستان وروسته ورشي پاکستان د هغه برید تر شا بولي چې پهکې ۴۴ هندي ملېشې ووژل شوې او ایران هم د خپلو ۲۷ سرتېرو د وژل کېدو په خاطر چې پاکستان مېشتې جیشالعدل ډلې یې مسؤلیت په غاړه اخیستی پاکستان ته ګوتڅنډنې کړي.
راپور: صفيالله ستانکزی