د هند صدراعظم نارندرا مودي د نوي ډیلي تر کنټرول لاندې کشمیر کې پرونۍ ځانوژونکی برید په سختو ټکو غندلی دی او ګواښ يې کړی چې هند به د دې برید غچ واخلي.
ښاغلي مودي نن په نوي ډیلي کې د دې برید قربانیانو ته د درناوي په خاطر د دوه دقیقو د چوپتیا تر مراسمو وروسته وویل:
"زه غواړم تروریستانو او د هغوی ملاتړو ته ووایم چې ډېره لویه خطا مو کړې ده. لویه بیه به يې پرې کړي."
په دې اړه نور: هند: پاکستان دې پرخپله خاوره تروریستي ډلې وځپيتردې مخکې د هند د کابیني یوه وزیر ارون جیتلي وویل چې هېواد به يې په نړیواله سطحه د پاکستان د منزوي کولو لپاره دپلوماتیک ګامونه واخلي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت پاکستان د جېش محمد سخت دریځې ډلې چې د پرونۍ حملې مسولیت يې منلی، په ملاتړ او د دې ډلې مشر مسعود ازهر ته د خوندي پناه ځای په ورکولو تورن کړ.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پرونۍ انتحاري حمله د اندېښنې وړ بللې ده او د هغو هندي رسنیو او چارواکو څرګندونې يې رد کړي دي چې پهدې برید کې يې پاکستان دخیل بللی دی.
هندي چارواکو ویلي دي چې په جمو او کشمیر کې د سرحدي پولیسو پر کاروان په پروني ځانوژونکي برید کې ۴۴ سرتیري وژل شوي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله دا برید غندلی دی.
ولسمشر غني په یوه ټویټ کې ویلي دي چې افغان حکومت د هند له حکومت ، ولس او د دې برید د قرباني شوېو سرتیرو له کورنیو سره خپله خواخوږي او غمرازي څرګندوي.
President @AshrafGhani strongly condemns the terrorist attack that targeted CRPF personnel in Jammu & Kashmir. The government of AFG expresses its sympathy and deep condolences to the Indian government and people, and the families of the soldiers who fell victim to the incident.
— ارگ (@ARG_AFG) February 15, 2019
اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله پر خپله ټویټر پاڼه ویلي چې مونږ د هند تر څنګ ولاړ یو او په جمو او کشمیر کې دا بزدلانه برید غندو.
We stand in solidarity with India and condemn the cowardly attack on CRPF personnel in Jammu and Kashmir. Terrorists and their sponsors appropriating religious names to commit heinous crimes are but a disgrace to religion & humanity. @IndianEmbKabul @narendramodi 2/3
— Dr. Abdullah (@afgexecutive) February 15, 2019
ښاغلي عبدالله ویلي دي چې تروریستان او ملاتړي يې د مذهب په نامه ناکاره جنایات ترسره کوي چې هدف يې د دین او انسانیت بدنامول دي.