اجرائیه رئیس: افغانستان کې موجوده نظام او اساسي قانون به دوام پیدا کړي

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، افغان حکومت له هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې موږ سولې ته ورسوي، خو په خبره‌یې په دا شان هڅو او حرکتونو کې باید د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې او قربانۍ خوندي وي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو سره خبرې کولې وویل چې په‌دغه هېواد کې موجوده نظام او اساسي قانون به دوام پیدا کړي.

په دې اړه نور: عبدالله: طالبانو لا د سولې د خبرو لپاره خپل نیت نه‌دی ثابت کړی

نوموړي زیاته کړه:

"له هر هغې هڅې چې موږ سولې ته نږدې کوي ملاتړ یې کوو، خو په‌دغو کوښښونو کې باید د خلکو قربانۍ او ځای او لاسته راوړنې له ډلې یې جمهوري نظام، اساسي قانون، امنیتي او دفاعي ځواکونه او د خلکو فردي حقونه خوندي او د دغو قربانیو له حیثیته استازیتوب وشي، له دې پرته هېڅ ډول سوله د ټینګېدو او وړاندوینې وړ نه‌ده."

ښاغلی عبدالله وايي، هر هغه کس او ډله چې:

  • له جګړې لاس واخلي.
  • له ترهګرو سره اړیکي پرې کړي
  • او د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې په سوله کې ژوند وکړي، د افغانستان خلک ورڅخه هرکلی کوي.
په دې اړه نور: د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا لپاره زلمی خلیل‌زاد ۶ هېوادونو ته ځي

ښاغلي عبدالله دغه شان سولې ته د رسېدو لپاره په ملي یووالي او د سیمې او نړۍ د هېوادونو په همکارۍ ټینګار وکړ.

نوموړي دغه شان وویل، مقام او څوکۍ هغه کیفیت او خوند نه‌لري چې د سولې په فضا کې د يوه عادي وګړي په شان ژوند يې لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ځینو اسیايي او اروپايي هېوادونو ته خپل پنځم سفر پرون پیل کړ.

په دې اړه نور: ولسمشر غني: په هېواد کې ۴۰ کلنې وينې بهېدنې ته د پای ټکی ږدم

بلجیم، جرمني، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې ښاغلی خلیل‌زاد به د فبروري تر پایه په ‌کې د افغان سولې د پروسې په اړه په خبرو بوخت وي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې یوې لویې ولسي غونډې ته ویلي چې اراده يې قوي ده او هڅه کوي چې په هېواد کې د ۴۰ کلنې جګړې له امله د وينې بهېدنې بهير بند کړي.

ښاغلي غني وویل، چې دی سوله په کعبه شریفه کې غواړي نه مسکو کې، هغه زیاته کړه چې د سولې د راتګ لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی، خو ټينګار يې وکړ چې د ولسمشرۍ څوکۍ د ولس ده او په اړه يې پریکړه هم یوازې ولس کولای شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې يو شمېر پخوانیو افغان چارواکو، د ملي شورا غړو او سیاستوالو په مسکو کې له طالب استازو سره دوه ورځنۍ ناسته وکړه چې افغان حکومت په‌کې برخه نه لرله.

د مسکو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ګډون‌والو یوه نهه ماده‌‌ییز ګډ پرېکړه‌لیک هم خپور کړ چې په‌‌کې د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون او په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو خبره هم شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او جګړې د انسټيټوټ رئیس حکمت الله اعظمي بیا په‌دې باور دی چې په افغانستان کې د سولې هوکړې په بدل کې باید د تېرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنې او د خلکو قربانۍ له پامه و نه غورځول شي.

د افغانستان د سولې او جګړې د انسټيټوټ رئیس حکمت الله اعظمي

نوموړي زیاته کړه:

"طالب که سوله کوي باید د دې نظام برخه وګرځي نه دا چې له سره نظام جوړ کړي، خو زه فکر کووم اکثریت افغانان بېرته د طالبانو هغه پخوانی نظام چې و،هغسې نه غواړي او ورڅخه زیاتې اندېښنې لري، که چېرې طالب پخپله خوښه نظام جوړوي دا به د اکثریتو افغانانو اندېښنې راوپاروي، د تېرو ۱۷ کلونو چې کومې لاسته راوړنې دي، له دې څخه څوک سترګې نه‌شي پټولای."

ښاغلی اعظمي وايي، د سولې په هوکړه کې تر ټولو زیات د خلکو نظر او رأیه مهمه ده چې دوی څه غواړي.

د نوموړي په خبره، غوره دا ده چې دواړې لوري په ځانګړي توګه طالبان په‌خپل دریځ کې نرمښت وښيې او له حکومت سره په‌داسې ډول د سولې خبرو ته حاضر شي چې په هغه کې د خلکو قربانۍ او غوښتنې په نظر کې ونیول شي.

راپور: محمد واصل وصال