د ایران په جنوب کې یوې زلزلې زیانونه اړولي دي

ارشیف، په ایران کې د زلزلې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

د ایران په جنوب کې د ریکتر په کچه د پنځو اعشاریه درې درجې په ځواک یوې زلزلې زیانونه اړولي دي.

دا زلزله چې پرون شوې ځینې ودانۍ ویجاړې کړي او لږ تر لږه پنځه کسان یې ژوبل کړي هم دي.

د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې پرون وویل، دا زلزله د بندر خمیر ښارګوټي په پنځلس کیلومترۍ کې شوې.

بندر خمیر ښارګوټی د ایران په جنوبي ولایت هرمزګان کې پروت دی.

د زلزلې ټکانونه په بحرین، سعودي عربستان، عمان، پاکستان، قطر، متحده عربي اماراتو او افغانستان کې هم حس شوي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي په پنځو ژوبلو شویو کسانو کې درې ښځې شاملې دي.

ایران چې په‌کې تل زلزلې کېږي، تېر نومبر میاشت عراق ته نږدې په لویدیځه برخه کې د شپږ اعشاریه څلورو درجو په ځواک د یوې زلزلې شاهد و چې په‌کې څه باندې اوه سوه کسان ټپيان شوي و.

د ۲۰۱۷ میلادي کال په نومبر کې بیا د ذهاب پله سیمې ته نږدې د اوه اعشاریه درې درجې زلزلې ۶۲۰ کسان ووژل او زرګونه نور یې ټپيان کړل.