د کندهار د شطرنج لوبغاړي د ودانۍ غواړي

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار د شطرنج لوبغاړي د ودانۍ د جوړېدو غوښتنه کوي دوی وایي، اوس دغه لوبه په شخصي کورونو او دفترونو کې مخته وړي او که ودانۍ ورته جوړه شي، نو شطرنج به نور هم په کندهار کې پرمختګ وکړي. د کندهار د شطرنج فدارسيون مسؤلين وایي، د شطرنج د ودې لپاره یې په کندهار کې هڅې پیل کړي دي. ویدیو: محمد صادق رښتینی اېډېټ: لېمه هادي