له پراخو انتقادونو او سپارښتونو وروسته بالاخره ولسمشر محمد اشرف غني له ولسمشریزو انتخاباتو مخکې په انتخاباتي کمېسیونونو کې د پراخو بدلونونو خبر ورکړ.
ولسمشر غني وايي، په انتخاباتي کمېسیونونو کې به پراخ اصلاحات رامنځته شي.
ولسمشر غني چې نن يې د لويي جرګې په خېمه کې د سولې په اړه د ځوانانو یوې لوېې غونډې ته وینا کوله، له اصلاحاتو ور هاخوا ټینګار وکړ چې راتلونکي انتخابات به په بایومټریک بڼه تر سره شي.
نوموړي وویل:
"په کمېسیونونو کې پراخ اصلاحات راځي ځکه چې د ملت پر وړاندې يې خپل باور بایللی دی. د ټولو قشرونو تر منځ پر دې اجماع ده چې نور پر کمېسیونونو باور نه لري، قانون تعدلېږي او د مشورو پر بنسټ تغییرات راځي، ټولې رأيې باید بایومټریک وي."
ولسمشر غني دا هم وویل چې انتخاباتي قانون به تعدیل او غواړي د ولسمشری د انتخاباتو نتیجې په دوه ورځو کې له خلکو سره شریکې شي.
ولسمشر غني وايي، په انتخاباتي کمېسیونونو کې به پراخ اصلاحات رامنځته شي.
ښاغلي غني د راتلونکو انتخاباتو مخکې د دغو اصلاحاتو یادونه له هغې وروسته کړې چې د ولسي جرګې انتخاباتو او بیا نتیجو ځنډ په انتخاباتي کمېسیونونو د پراخو انتقادونو سبب شوي دي.
په دې اړه نور: د انتخاباتو کمېسیون د شکایتونو له کمېسیونه غواړي چې څېړل شوي اسناد ژر ورواستويد افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د میزان د میاشتې په وروستیو کې ترسره شول، خو وروستۍ نتیجې يي لا هم نهدي اعلان شوي.
د ځند ور هاخوا په انتخاباتي کمېسیونونو د پراخو درغلیو او فساد تورونه پورې دي.
د انتخاباتو څار بنسټونو دې ټولو ته په کتو ویلي چې دا کمېسیونونه د راتلونکو انتخاباتو مدیریت نهشي کولای.
ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې انتخابات د ۱۳۹۸ کال د سرطان د میاشتې په ۲۹ نېټه تر سره شي.
خو پوښتنه دا ده چې:
- که حکومت د اصلاحاتو خبره کوي ایا بیا هم په همدې نېټه دا انتخابات ممکن دي؟
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات وايي، په کمېسیون کې پراخ اصلاحات له پخوا پیل شوي او ممکن په مهالوېش څه اغېز ونهکړي.
ښاغلي سادات زیاته کړه:
"کوم اصلاحات چې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون پورې اړه لري هغه موږ همدا اوس پیل کړي، خو د کمېشنرانو په اړه کمېسیون څه واک نهلري چې څه اصلاحات یا ادلون بدلون راولي ځکه دا واک خپله د ولسمشر دی."
ښاغلي سادات ازادي راډيو ته وویل، که دا اصلاحات د قانون په چوکاټ کې د کمېشنرانو د ادلون بدلون په کچه هم وي، دوی يې د هېواد د ګټو په خاطر هرکلی کوي.
نوموړی دا هم وايي، که انتخابات د ټکنالوژۍ او بایومټریک سیسټم پهواسطه تر سره شي، دوی دا وړتیا لري چې نتیجې يې ان په یوه ورځ کې هم اعلان کړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ