پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان ايالت کې د پولیسو پر ماموريت د وسلهوالو کسانو په حمله کې پنځه پولیس افسران وژل شوي دي.
نن څلور کسانو په لورلايي سیمه کې د پولیسو د مرستيال پر دفتر حمله وکړه او تر یوې چاودنې وروسته وسلهواله نښته پيل شوه.
د راپورونو له مخې پهدې حمله کې د پولیسو او ملکيانو په ګډون پنځلس کسان ټپیان شوي دي.
هېڅ ډلې د دې پيښې مسوولیت نهدی منلی.
لورلايي د بلوچستان له مرکز کوټه ښار څخه ۲۶۰ کیلومتره لېرې موقعیت لري.