د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو حسن نصرالله ته خبرداری ورکړ

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د خپل پوځ له وژونکي قدرته د لبنان د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله ته خبرداری ورکړ.

نتانیاهو دا ګواښ وروسته له هغه وکړ چې حسن نصرالله د اسرائیل دولت ته په سوریه کې د بریدونو د دوام په اړه ګواښونه وکړل.

حسن نصرالله د شنبې په ورځ د لبنان له یوه ټلوېزیون سره غږېده او ویې‌ویل سوریه او حزب‌الله هره شېبه چې وغواړي چې د اسرائیل له پاروونکي عمل سره مقابله کولای شي.

ده زیاته کړه:

"غواړم د اسرائیل صدراعظم ته دا پیغام ورکړم، هغه څه چې په سوریه کې یې ترسره کوئ په‌کې احتیاط وکړئ. تېروتنه ونه‌کړئ او سیمې جنګ ته مه‌بیایئ."

خو د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون د خپلې کابینې تر ناستې مخکې وویل چې د اسرائیل د پوځ وژونکی قدرت د حزب‌الله په وړاندې درېږي.

د اسرائیل پوځ له ۲۰۱۳ کاله د هغو بریدونو پړه چې وايي، په سوریه کې یې د ایران او حزب‌الله ډیپوګانې او اهداف ویشتي په غاړه اخیستې.