فرانسوی کمپوزر میشل لوګران چې درې ځله یې د اوسکار جایزه ګټلې وه، پرون په پاریس کې د ۸۶ کلونو په عمر مړ شو.
میشل لوګران په خپل ژوند کې د سندرو ترڅنګ د دوه سوه سینمایي فلمونو او ټلوېزیوني سیریالونو لپاره موسیقي چمتو کړې ده.
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون په یوه بیان کې وویل، میشل لوګران د فرانسې د موسیقۍ ستر هنرمند و او د نړۍ په کچه د فلمو د موسیقي ستر مخترع.
میشل لوګران په ۱۹۶۸، ۱۹۷۱ او ۱۹۸۳ کې د اوسکار جایزې خپلې کړې وې.