د افغانستان اجرائیه رئیس د سې شنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې خپلې خبرې پر طالبانو له انتقاد څخه پیل کړې او ویېویل، دا ډله په ولسواکۍ او ډموکراتیکو ارزښتونو باور نهلري.
اجرائیه رئیس وايي، د طالبانو پیاوړتیا د روسیې، ایران او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو په زیان ده.
په دې اړه نور: عبدالله عبدالله د داووس اقتصادي مجمعې ته په وروستیو تحولاتو او سوله غږېږيښاغلي عبدالله زیاته کړه چې طالبان یوازې د تاوتریخوالي او ترهګرۍ پر مټ خپل اهداف تعقیبوي.
د ښاغلي عبدالله په وینا له همدې کبله له طالبانو څخه هر ډول ملاتړ به د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه نهوي.
ښاغلی عبدالله زیاتوي:
"که طالبان په افغانستان کې پرمختګ ولري، د منځنۍ اسیا هېوادونه به اغېزمن شي او په نتیجه کې یې د روسیې ګټې په مستقیمه توګه زیان ویني."
عبدالله چې د داووس نړیوال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د سولې او پخلاینې په نوم یوې غونډې ته وینا کوله وویل، یو شمېر هېوادونه ښايي په سیمه کې د امریکا له سیاستونو سره مخالفت ولري او یو څه متفاوت چلند وکړي.
نوموړي همدارنګه په پاکستان کې د وسلهوالو طالبانو د پټنځایونو موجودیت د افغانستان د سولې په وړاندې یو لوی خنډ وباله.
د افغانستان اجرائیه رئیس پهدې وینا کې په مشخصه توګه د طالبانو د کوم ملاتړي هېواد نوم یاد نهکړ، خو تر دې مخکې روسیه او ایران د طالبانو د پلاوو کوربانه وو او داسې راپورونه هم شته چې مسکو او تهران په یو ډول د دې ډلې ملاتړ کوي.
خو روسیې او ایران دواړو د طالبانو د ملاتړ ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي چې له دې ډلې سرهیې د تماسونو هدف د سولې خبرو ته د دوی هڅول دي.
په دې اړه نور: عبدالله د نړۍ په اقتصادي مجمع کې د ګډون لپاره سویس ته ورسېدد افغانستان اجرائیه رئیس د داووس اقتصادي کنفرانس په څنډه کې وویل، افغان حکومت پهدې شرط چې د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي، د سولې هڅو ته ژمن دی.
ښاغلي عبدالله همدارنګه وویل، ښايي طالبان فکر وکړي چې خلک ورسره لېوالتیا لري، خو نوموړي ټینګار وکړ چې داسې نهده.
ده وویل:
"که داسې مېکانیزم وجود ولري چې د خلکو یوه لویه برخه د طالبانو په څېر د ژوند کولو بڼه انتخابوي، نو راځئ په اړهیې خبرې وکړو. دا به څنګه معلوموو؟ ځکه دوی داسې فکر کوي چې خلکو ته د طالبانو په څېر ژوند بهتره دی، خو ایا خلک هم فکر کوي چې د طالبانو په بڼه ژوند ورته بهتره دی؟"
ښاغلي عبدالله د طالبانو په اړه دا څرګندونې پهداسې حال کې کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دی.
دوی په تېرو دوو ورځو کې خبرې کړي او ټاکل شوې چې نن چهارشنبه بهیې هم دا مذاکرات دوام وکړي.
په دې اړه نور: خلیلزاد د سولې پروسې په اړه د سیمې اوسنی سفر بشپړ کړطالب ویاند ذبیحالله مجاهد یو شمېر رسنیو ته ویلي چې نن بهیې هم له امریکايي پلاوي سره په قطر کې خبرې دوام وکړي.
د دې خبرو جزئیات تر اوسه نهدي په ډاګه شوي.
زلمي خلیلزاد تر اوسه څلور ځلې له طالب استازو سره لیدنې کړې دي، خو تر دې مهالهیې خپل اصلي اهداف چې د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د طالبانو چمتو کول او د اوربند اعلانول دي، نهدي تر لاسه کړي.
طالبانو په وار وار ټینګار کړی دی چې امریکا دې په خبرو اترو کې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو نېټه وټاکي، څه موده مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي له افغانستانه اووه زره امریکايي سرتېري وباسي، خو تر اوسه پورې په رسمي توګه له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو هېڅ پرېکړه یا مهالوېش نهدی اعلان شوی.
امریکا دا مهال په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ زره سرتېري لري.