د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

عبدالله عبدالله د داووس اقتصادي مجمعې ته په وروستیو تحولاتو او سوله غږېږي


ارشیف
ارشیف

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې عبدالله عبدالله به نړیوالې اقتصادي مجمعې ته په جنوبي اسیا کې د وروستیو ستراتېژیکو تحولاتو، سولې او پخلاینې په اړه وینا وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۲» ازادي راډیو ته وویل، اجرائیه رئیس به دغه‌شان د دغې غونډې په څنډه کې چې د سویس په داووس ښار کې جوړېږي د افغانستان او سیمې په اړه په یو شمېر نورو مهمو غونډو کې هم برخه واخلي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

ښاغلي خوځون زیاته کړه:

"ډاکتر صاحب به هلته نن په سوېلي اسیا کې د وروستیو تحولاتو، سولې او پخلاینې په اړه وینا وکړي، د دې تر څنګ به د افغانستان او سیمې په اړه په ځیني نورو غونډو کې هم ګډون وکړي او له یو شمېر مهمو نړیوالو چارواکو سره به هم وګوري."

ښاغلی خوځون وايي چې په داووس کې د نړیوالې اقتصادي مجمعې په‌دغه غونډه کې به د درې زرو په شااوخوا کې د نړۍ سوداګر، سیاستوال او د حکومتونو استازي برخه واخلي.

عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ په‌دغه غونډه کې د ګډون په هدف داووس ښار ته رسېدلی دی.

د اجرائیه ریاست نه په‌دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د داووس دا کلنۍ غونډه به پنځه ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به‌یې د نړۍ د اقتصادي، سیاسي، اقلیمي بدلونونو او دغه‌شان د نړۍ د هېوادونو او نړیوالو ټولنو ترمنځ د همکارۍ پر لارو چارو خبرې وشي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به په‌دغه سفر کې د یو شمېر هېوادونو له لومړیو وزیرانو او نورو نړیوالو شخصیتونو سره هم وګوري.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په دا شان غونډو کې د حکومت د مشرانو ګډون مهم بولي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې په‌دې سره به له اروپايي هېوادونه سره زموږ اغېزمن شوې اړیکې بېرته ورغول شي.

ارشیف، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی
ارشیف، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"دغه مجلسونه او دغه هڅې چې روانې دي په بین‌المللي لحاظ د ملي وحدت د حکومت له‌خوا، دا دې لپاره ډېرې مهمې دي چې موږ په نړیوالو بازارونو کې خپلو تولیداتو ته ځای پیدا کړو او بل دا چې له اروپايي هېوادونو سره به هم سوداګریزې اړیکې چې له تېرو ۴۰ کلونو را په‌دې خوا اغېزمن شوي، بېرته ورغول شي."

خو ښاغلي الکوزي د بهرنۍ پانګونې د جلب په برخه کې په کور دننه د امنیت او زیربناوو د نه‌موجودیت ستونزې مهمې ګني وايي، تر کومه چې دې برخې ته جدي پاملرنه ونه‌شي، بهرنیان په‌دغه هېواد کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

ښاغلی الکوزی که څه هم انتقاد نه‌کوي، خو وايي چې په‌دغه غونډه کې د دوی استازي نه‌دي دعوت شوي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG