بخت‌زاده دانش: خپل ولس د شعر په ژبه له موجوده حالاتو خبروم

بخت زاده دانش

بخت‌زاده دانش د پښتو د معاصر شعري ادب هغه ځوان شاعر دی چې د خپل ځانګړي انداز او سبک له امله په لر او بر پښتنو کې لکونه مینه‌وال لري.

ښاغلی دانش د کوزې پښتونخوا د دیر اوسېدونکی دی او په همدې خپله سیمه دیر کې د شهید بې‌نظیر بوټو پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو په پوهنځي کې استاد دی، خو شاعري پر خپلې مورنۍ ژبه پښتو کوي.

د نوموړي تر دې دمه یوه شعري ټولکه «زه به نه لېونی کېږم» چاپ شوې ده.

ښاغلی دانش وايي، کوښښ کوم د شعر په ژبه خپل ولس له موجوده حالاتو او سازشونو خبر کړم.

نوموړی وايي:

"په تېرې یوې لسیزه کې مې پر شعر او شاعرۍ حالاتو داسې رنګ غوړولی چې د شونډو، جام، شباب او کباب رنګ په‌کې وینو، چغو او ژړا و فریاد نیولی دی."

د ازادي راډیو خبریال ذبیح مومند له بخت‌زاده دانش سره د هغه پر شعر او شاعرۍ مرکه کړې چې دلته‌یې اورو.

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه

مرکه: ذبیح مومند