د افغانستان د کرنې وزارت وایي، په یو کال کې د چرګانو د فارمونو په برخه کې زیات پرمختګ شوی.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، روان کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه د چرګانو فارمونه جوړ شوي چې په کلني ډول ۹۴ زره متریک ټنه د چرګانو غوښه تولیدوي.
د نوموړي په خبره، اوس پهدې برخه کې د کورنيو تولیداتو سره د هېواد ۵۶ سلنه اړتیاوې پوره کېږي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په کور دننه د چرګانو د فارمونو له جوړېدو سره له پاکستانه د بېکیفیته غوښو او زړو چرګانو راواردېدل بند او پهدې توګه افغان ښځو ته د کار او اقتصاد د پیاوړتیا ښه زمینه برابره شوې ده.