د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پنجشنبې د ورځې راهېسې یې په بېلابېلو عملیاتو کې اتیا تنه وسلهوال وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.
دفاع وزارت نن سهار په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې وسلهوالو ته یې دا مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، غزني، ارزګان، کندهار، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، کندز، بغلان، نیمروز او هلمند ولایتونو کې اړولې ده.
دفاع وزارت په خپلې اعلامیې کې ویلي پهدې ولایتونو کې یې د پرون راهېسې شپږ تعرضي عملیات، ۹۱ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۸ هوایي بریدونه د وسلهوالو پر ځالو او پټنځایونو ترسره کړي دي.
د حکومت مخالفو وسلهوالو د دفاع وزارت د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.