ډان: خلیل‌زاد به له پاکستاني چارواکو سره ۵ ورځې پر افغان سولې وغږېږي

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د سیمې له هېوادونو د کتنې په ترڅ کې پاکستان ته ولاړ شي.

سیمې ته د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی او ورسره پلاوی به‌یې په اسلام‌اباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې زلمی خلیل‌زاد او د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو مسؤله لیزا کرټېس به نن سې شنبه پاکستان ته راشي او پنځه ورځې به دلته له چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړي.

په عین حال کې د طالبانو څو سرچینو نن ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان یو وړاندیز کړی چې د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو څلورم پړاو دې دلته په پاکستان کې ترسره شي.

په دې اړه نور: زلمی خلیلزاد نن له پاکستاني چارواکو سره ويني

د دغې سرچینې په وینا پاکستان د دې خبرو لپاره د روانې میاشتې ۱۸مه یعنې راتلونکې جمعه ټاکلې ده.

دې سرچینې نه‌دي ویلي چې ایا طالبانو دا وړاندیز منلی که نه؟ او نه‌یې هم تر اوسه د اجنډا په اړه څه ویل شوي دي.

له دې مخکې ټاکل شوې چې ښاغلی خلیل‌زاد د همدې میاشتې په نهمه او ۱۰مه د طالبانو له استازو سره په قطر کې وګوري، خو د راپورونو له مخې دغه لیدنې کتنې د خبرو د اجنډا په ګډون د یو لړ اختلافاتو له کبله لغوه شوي.

د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د تېرې ډسمبر میاشتې په غونډه کې موافقه شوې وه چې بله غونډه به په سعودي عربستان کې کېږي، خو له هغې یوه اوونۍ وروسته طالبانو اعلان وکړ چې د سعودي د چارواکو د فشارونو له امله‌یې چې دوی باید د افغانستان د حکومت له پلاوي سره خبرو ته کېني، دغه غونډه لغوه کړه.

په کابل کې یوه غربي ډیپلومات د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو دا په ډاګه کړې وه چې که د طالبانو او د امریکایي پلاوي ترمنځ خبرې په قطر کې وشي په هغې کې به ګډون ونه‌کړي، خو طالبان ټینګار کوي چې دغه خبرې باید په قطر کې چې د دوی دفتر پرانیستی دی، وشي.

له قطر سره د سعودي عربستان او د خلیج د یو شمېر نورو هېوادونو اړیکې له ۲۰۱۷ کال راهیسې له هغه مهاله چې دا هېواد یې د سخت دریځو په مالي تمویل او له ایران سره د نږدې اړیکو په لرلو تورن کړ، خرابې دي.

په عین حال کې ویل کېږي چې د افغانستان او د متحده ایالاتو تر څنګ په‌دې وروستیو کې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان هم پر طالبانو فشارونه زیات کړي چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

د دغو فشارونو په ترڅ کې په پېښور کې د طالبانو د یوه مشر د نیول کېدو خبر هم ورکړل شوی.

د طالبانو سرچینو ازادي راډیو د طالبانو د رژیم د وخت د حج او اوقافو د وزیر حافظ محب‌الله چې په اوس وخت کې د پاکستان لپاره د طالبانو د استازي ملا عباس اخوند مرستیال دی، د نیول کېدو خبر تأیید کړ، خو ویې‌ویل چې هغه په توقیف کې له یوې اوونۍ تېرولو وروسته نن سې شنبه بېرته خوشې شو.

یوې باورې سرچینې د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط روېټرز ته ویلي چې که څه هم هغه د سولې په خبرو کې د پام وړ ونډه نه‌لري، خو نیول کېدل‌یې په دغسې حساس وخت کې چې خلیل‌زاد پاکستان ته ځي بل ډول پیغامونه ورکوي.

د سیاسي چارو کتونکی وحید مژده چې د سولې هڅې له نږدې څاري وایي، پر طالبانو د پاکستان وروستي فشارونه او د افغانستان د سولې په پروسه کې د دې هېواد ونډه په حقیقت کې د هغو هڅو یوه برخه ده چې دا هېواد یې د سعودي عربستان د زیاتې مرستې د جلبولو لپاره کوي.

د سیاسي چارو کتونکی وحید مژده

نوموړي زیاته کړه:

"په‌دې وروستیو کې سعودي عربستان هم د طالبانو له کارونو راضي نه‌دی. سعودي عربستان له طالبانو غوښتي و چې د افغانستان د حکومت له پلاوي سره خبرو ته کېني، خو د طالبانو ځواب دا و چې کله چې ستاسو روابط له قطر سره خراب شول موږ ته مو د ترورېستانو خطاب وکړ او هم مو په سعودي کې غونډه جوړه کړه چې د اسلامي هېوادونو عالمان په افغانستان کې جګړه ناروا وبولي. د دې لپاره هغه غوښتنې چې له موږ یې لرئ، هغه نه‌شو منلی."

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وروسته له هغې پاکستان ته ځي چې مخکې یې له هند او چین څخه لیدنې کتنې ترسره کړي او د دواړو هېوادونو له چارواکو سره‌یې هم د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي خلیل‌زاد په وروستي ټویټر کې لیکلي چې له چینایي چارواکو سره‌یې په پیکېنګ کې ګټورې خبرې درلودې او کابل ته په لاره دی.