د افغان حکومت اجرائیه رئیس وایي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ستونزې وې

ارشیف، د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرائیه رئیس هم دا مني چې د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ستونزې وې.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ولسي جرګې د انتخاباتو د پایلو په اعلان کې ځنډ او د ولسمشریزو انتخاباتو د وروسته کېدو لامل تخنیکي ستونزې بولي.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۴» په سپېدار ماڼۍ کې د وزیرانو شورا له غونډې مخکې رسنیو ته وویل، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د یو شمېر ستونزو له امله تر اوسه د ټولو ولایتونو لومړنۍ پایلې نه‌دي معلومې.

ده وویل:

"کله نا کله په انتخاباتو کې د ځنډ موضوع ته د سولې مذاکراتو سره تړاو ورکول کېږي، خو حقیقت دا دی چې يو لړ تخینکي ستونزې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ځنډ لامل شوي چې نښې نېښانې یې هم موږ او تاسو وینو چې له بده مرغه تر دې مهاله د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې نه‌لرو، له بده مرغه پارلماني ټاکنې هم له ستونزو سره مخ شوي چې دلایل‌يې معلوم دي."

ښاغلی عبدالله دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د حقوقي مرستو ملي کنګرې ته د وینا پر مهال وویل چې د انتخاباتي کمېسیونونو د کار د څرنګوالي له امله د حکومت حیثیت او اعتبار تر پوښتنې لاندې راغلی دی.

ښاغلي دانش د هېواد انتخاباتي کمېسیونونه يو له هغو بنسټونو وبلل چې په خبره‌یې، نه‌یوازې دا چې خپله وظیفه‌يې په ښه شان نه‌ده تر سره کړې، بلکې د خلکو په حق کې یې هم جفا کړې ده.

د افغانستان د انتخاباتو پر کمېسیون دا انتقادونه په داسې حال کې دي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له ترسره کېدو نږدې درې میاشتې تېرېږي، خو لا هم دغه کمېسیون نه‌دی توانېدلی چې د هېواد د ټولو ولایتونو د رأیو لومړنۍ پایلې له خلکو سره شریکې کړي.

ښاغلي دانش دغه‌شان ویلي، که په انتخاباتي کمېسیونو کې اصلاحات رانه‌شي، نو د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو نتیجې به له تېرو پارلماني انتخاباتو هم بدې وي.

که څه هم حکومت په انتخاباتي کمېسیونونو کې د بدلونونو په اړه تر دې مهاله په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي، خو ځينو باوري حکومتي سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د پایلو له اعلان سره سم به د انتخاباتي کمېسیونونو په رهبرۍ کې هم بدلون راشي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د دې جرګې د دوشنبې ورځ په عمومي ناسته کې وویل چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ځنډ خلکو ته اندېښنې پیدا کړي او دغه چاره په انتخاباتو د خلکو باور ته زیان رسوي.

ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه موږ د داسې انتخاباتو شاهدان یوو چې د پایلو په تړاو یې خلک اندېښمن دي او له بده مرغه کوم ځنډ چې د ولسي جرګې په لومړنیو او وروستیو پایلو کې د انتخاباتو د کمېسیون له‌خوا راغلی، د خلکو د اندېښنې کچه تر بل هر وخت لوړه شوې ده، هیله لرو چې د انتخاباتو کمېسیون د دغو پایلو د اعلان لپاره ژر تر ژره په مسؤلیت سره اقدام وکړي."

خو له دې ټولو سره سره، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له سیاسیونو او خلکو غواړي چې په انتخاباتي کمېسیونونو د فشار پر ځای، له دوی سره همکاري وکړي، څو دغه ملي بهیر په سمه توګه مدیریت او پر مخ لاړ شي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح‌الله سادات د ولسي جرګې د انتخاباتو په پایلو او په ولسمشریزو انتخاباتو کې ځنډ د خلکو په خیر بولي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې دا ځنډ په انتخاباتو کې د شفافیت راوستلو په هدف دی.

راپور: محمد واصل وصال