د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د شکایاتو کمېسیون: د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو د لغوې تصمیم لا هم په ځای دی


آرشیف/ په بامیان ولایت کې د رأیې اچونې یو مرکز
آرشیف/ په بامیان ولایت کې د رأیې اچونې یو مرکز

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د قانون له نظره د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه وخت تېر دی او په کابل کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د لغوه کولو تصمیم اوس هم په خپل ځای دی.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د انتخاباتو د کمېسیون د ژمنې په اړه خپل انتظار پای ته رسوي او وايي چې د وخت له پلوه د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره نور فرصت نشته.

د دغه کمېسیون غړی او ویاند علی رضا روحاني خبرداری ورکوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کابل د انتخاباتو د لغوه کېدو پرېکړې ته ستون نه شي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړی او ویاند علي رضا روحاني
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړی او ویاند علي رضا روحاني

ده وویل:

"زموږ پخوانی تصمیم اوس هم تعلیق کې دی او لغوه شوی نه دی، که شفافیت تامین نه شي، ستونزه ناحله وي او واقعي رأیې له غیر واقعي رأیو بېلې نه شي، زموږ تصمیم به پر خپل ځای وي، کمېسیون باید وښيي چې دغه موارد یې رعایت کړي چې موږ بیا په خپلې پرېکړې بیا غور وکړو."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په تېرو څلورو اوونیو کې ژمنه وکړه چې سبا یا بل سبا د کابل د انتخاباتو نتایج اعلانوي، خو په دغه سبا او بل سبا کې اوونۍ واوښتې او نتایج تراوسه اعلان نه شول.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یوه ورځ مخکې یو ځل بیا وویل چې د کابل د انتخاباتو لومړني نتایج به اعلان کړي، خو اوس د خپلې دغې ژمنې له امله بخښنه غواړي.

د ولسي جرګې له انتخاباتو څلور میاشتې تېرېږي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د شويو پراخو درغلیو له امله چې د ځینو ولایتونو رأیې یې له وجې بیا تفتيش او وشمېرل شوې، د هر ولایت نتایج یې په تدریجې ډول اعلان کړل.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کابل د انتخاباتو نتایج جنجالي او له درغلیو ډک وبلل او ټول انتخابات یې لغوه اعلان کړل.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له دې ژمنې وروسته چې پاکې او ناپاکې رأیې به بېلې او اسناد به یې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته سپاري، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون هم خپله پرېکړه وځنډوله.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، تراوسه ورته په دې اړه بشپړ اسناد نه دي ورسپارل شوي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د کابل د انتخاباتو په تړاو یې د درغلیو اسناد او شکایتونه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته سپارلي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات یو ځل بیا ژمنه کوي چې نن به د ولسي جرګې د کابل د انتخاباتو نتایج اعلان کړي.

ارشیف، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات
ارشیف، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات

​ده زیاته کړه:

"څه چې زموږ او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ترمنځ پرېکړه او هوکړه شوې، فکر نه کوم څه په کې پاتې وي، موږ د یوه ګډ میکانیزم له مخې د کابل د مرکزونو رأیې بیا وشمېرلې او د انتخاباتو په اړه کار روان دی، د ورځې تر پای پورې به نتایج اعلان شي."

د سیاسي ګوندونو او جریانونو د غبرګون ترڅنګ، د انتخاباتو څارونکي هم د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په کمزوري او ناسم مدیریت انتقاد کوي.

د دغو څارونکو په باور، دا چې د کابل انتخابات له ځنډ او خنډ سره مخ شوي، د دواړو کمېسیونونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی او یو بل ته د زور ښودونې ښکارندويي کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید واِيي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د د درغلیو په اړه د شکایتونو او انتقادونو پر وړاندې بې وسه دی او د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون کولای شي چې د قانون له مخې خپله پرېکړه د تعلیق له حالته وباسي او د کابل انتخابات لغوه اعلان کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG