سره له دې چې د افغانستان او د سیمې د ځینو هېوادونو رسنیزو بنسټونو، ۲۰۱۸ میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی کال بللی او افغان حکومت ژمنه کړې چې د خبریالانو خوندیتوب به ډاډمن کړي، خو د راپورونو له مخې بیا هم د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو کې په فراه ولایت کې یو افغان خبریال د وسلهوالو مخالفینو لهخوا ووژل شو.
په دې اړه نور: بېپولي خبریالانو په فراه کې د افغان خبریال وژل غندليجاوید نوري چې په فراه ولایت کې د یوې سیمهییزې راډیو خبریال و، د روانې اوونې د شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» وسلهوالو طالبانو د سپرليو له موټره کوز او د خلکو په مخکې په ډزو وواژه.
د ده په وژنه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې خبریالانو او رسنیزو بنسټونو اندېښنې ښودلي او دغه عملیې د بیان له ازادۍ سره څرګنده دښمني بللې ده.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۰» پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په خواشينۍ سره چې ښاغلی نوري د رسنۍ د لومړي کارکوونکي په توګه په فراه ولایت کې په ډزو ویشتل کېږي، دا ښيي چې د خبریالانو د امنیت تأمینول چې د حکومت دنده ده، حکومت دغه مسؤلیت په سمه توګه نهترسره کوي. هره ورځ موږ د یو خبریال د وژل کېدو یا له تاوتریخوالي سره د مخامخ کېدو شاهدان یو."
په دې اړه نور: د افغان خبریالانو کمېټه: لا هم افغانستان خبریالانو ته ګواښوونکی هېواد دیښاغلي خلوتګر له حکومته وغوښتل چې له کړو ژمنو سره سم دې د خبریالانو خوندیتوب ته تدابیر جدي کړي.
سربېره پر دې، د بخښنې نړیوال سازمان هم پر ټویټرپاڼه د جاوید نوري په وژل کېدو اندېښنه ښودلې ده.
.@amnesty is horrified by the murder of Javid Noori, journalist from Farah province in #Afghanistan, who was detained & shot dead by the Taliban. 2018 was the deadliest year for Afghan journalists. The killings must stop, they should be able to do their work freely/without fear. pic.twitter.com/R5OXsBwAht
— Amnesty International South Asia (@amnestysasia) January 10, 2019
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره، نی وايي تېر کالیې په مرکز او ولایتونو کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹۸ او د دوی د وژلو ۲۰ قضیې ثبتې کړې دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب د دوی په لومړیتوبونو کې دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د جمهور رئیس د صریح هدایت پر اساس ټول اړوندو کشفي، استخباراتي او امنیتي ارګانونو ته جدي سپارښتنه شوې چې د خبریالانو او ژورنالېستانو امنیت ته ډېره توجه وکړي. په هغو مواردو کې چې له ګواښونو سره مخ کېږي، پاملرنه اړینه ده او پهدې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي."
افغان چارواکي له ۲۰۰۱ کال راهیسې په هېواد کې د رسنیو پراختیا او فعالیت د دولت لویه لاسته راوړنه ګڼي، خو خبریالان وايي د دې لپاره چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه نور هم اغېزمن شي، حکومت ته پهکار ده چې خوندي چاپېریال او کاري اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
راپور: خان محمد سیند