د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳ وری ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۲۰

بې‌پولي خبریالانو په فراه کې د افغان خبریال وژل غندلي


بې‌پولي خبریالانو په فراه کې د طالبانو له لوري د افغان خبریال جاوید نوري وژل غندلي دي.

جاوید نوري چې د فراه د نشاط راډیو خبریال و، د شنبې په ورځ‌یې له ۳۰ تنو مسافرو سره سفر کاوه چې طالبانو د دوی بس ودراوه او دی یې وویشت.

د جاوید نوري جسد د سې شنبې په ورځ پیدا شو او د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.

دا په نوي میلادي کال کې په افغانستان کې د یوه خبریال د وژلو لومړۍ پېښه ده.

طالبانو تېر میلادي کال په افغانستان کې ۱۵ خبریالان وژلي وو.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG