د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي، د کانګرس له ډموکراتو غړو سره له غونډې وروسته له هغې ووت چې ده تهیې وویل، له مکسیکو سره د امریکا په پوله به د دېوال د جوړېدو لپاره بودجه ورنهکړي.
ډونالد ټرمپ له سناتور چک شومر او د استازو د جرګې له مشرې نانسي پلوسي سره تر غونډې وروسته تېره شپه په ټویټر ولیکل، ده دا غونډه همدا اوس پرېښوده او هغه بېخي د وخت ضایع کول و.
ټرمپ وایي، ما له دوی پوښتنه وکړه چې که زه هر څه سمدستي بېرته پرانیزم، په ۳۰ ورځو کې به څه پېښ شي؟ ایا تاسو به د امنیت د ټینګښت پلان چې پهکې د دېوال یا د اوسپنې د موانعو جوړول هم شامل دي، تصویب کړئ، نانسي راته وویل چې نه! ما هم ورسره خدای پاماني وکړه ځکه له دې پرته بله چاره نهشته.
شومر هم د سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته تر ډېره د دې غونډې یو ورته تصویر ورکړ.
هغه وویل، ټرمپ له پلوسي پوښتنه وکړه چې تاسو زما له دېوال سره موافقه کوئ، هغې ورته وویل نه، ټرمپ سمدستي پاڅېده او ویېویل نور د خبرو لپاره څه نهلرو او له غونډې ووت.
ټرمپ د دې دېوال د جوړېدو لپاره له کانګرسه د څه کم ۶ میلیارده ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده.
د دغه دېوال پر سر د راپورته شوې لانجې له کبله د تېر کال د ډسمبر له ۲۱ راهیسې یو شمېر فدرالي ادارې تر اوسه تړلې پاتې دي.