د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن شپه «د جنورۍ نهمه» غونډه کوي چې پهکې به د یمن لپاره د دې سازمان د استازي پر راپور بحث وکړي.
ډیپلوماتان وايي، دا بحثونه به په یمن کې پر اوربند او د دې هېواد د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو په اړه په وروستیو هڅو متمرکز وي.
د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارتین ګریفیټس تر دې مخکې په سعودي کې د یمن له مشرانو سره خبرې کړې دي.
د دوی خبرې په حدیده بندري ښار کې د اوربند په اړه وې.
تېره میاشت په سویډن کې له خبرو اترو وروسته دغلته اوربند عملي شوی دی.
حوثي یاغیان له څو کلونو راهیسې د یمن پر پایتخت صنعا او څو نورو سیمو کنټرول لري.
ایران د حوثي وسلهوالو ملاتړ کوي.
په وړاندې یې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د عبدالربه منصور هادي د حکومت ملاتړ کوي.
نوموړی دا مهال په سعودي عربستان کې دی.
ویل کېږي چې د یمن د دې کورنۍ جګړې په ترڅ کې تر اوسه نږدې ۱۳ زره کسان وژل شوي دي.