د کډوالو چارو وزارت وايي، په ټول هېواد کې ۸۴ زره داخلي بېځایه شوې کورنۍ دي چې له دې ډلې ۱۲ زره کورنیو سره د افغانستان حکومت له خپلې بودجې څخه د مرستو لړۍ پيل کړې.
د همدې مرستو د لړۍ د پیل په خاطر د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ننګرهار ته راغلی و او د یکشنبې په ورځیې رسنیو ته وويل دغه مرسته په ۱۴ ولایتونو کې داخلي بېځایه شویو کورنیو ته ورکول کېږي چې ننګرهار هم له دې ډلې څخه دی.
نوموړي وویل:
"نن تاسو شاهد یاستئ چې موږ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ژمنیو توکو مرسته پيل کړه، په ټوله کې ۸۴ زره داخلي بېځایه شوې کورنۍ لرو چې سږ کال د افغانستان حکومت په لومړي ځل له خپلې بودجې ۱۸۰ ميلیونه افغانۍ په ۱۴ ولایتونو کې ۱۲ زره کورنیو سره مرسته کوي."
د ننګرهار والي حياتالله حيات وايي، په پام کې ده چې د دې ولایت ۹۰۰ کورنیو ته د ۱۳ نیم ميلیونه افغانيو په اندازه نغدي مرستې ووېشل شي او همدارنګه د بېځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه ستونزې حل مهم دی او په نږدې راتلونکي کې به د ښارګوټو د وېش لړۍ هم پيل شي.
ښاغلي حیات زیاته کړه:
"د ښارګوټو ستونزه شته، موږ جدي پرې کار روان کړی دی او په نږدې وخت کې به د کډوالو او ښوونکو د ښارګوټو د وېش لړۍ پيل کړو."
د داخلي بېځایه شویو له ډلې دین خان وايي، د جګړو له امله د خوګياڼو د وزیرو له سیمې راکوچېدلي او د ژمي په موسم کې دا مرسته دوی سره ډېر کمک کولای شي.
دی وايي، اکثراً کورنۍ په ډېر بد حالت کې ژوند کوي او افغان حکومت باید د دوی د ستونزو حل لپاره لا پام زیات کړي.
دی زیاتوي:
"مرسته وشوه او موږ تهيې د ۱۵ زره افغانیو په اندازه نغد چيټونه راکړل او دلته داسې کورنۍ شته چې ډېرې زیاتې مجبورې دي، هغوی پهدې سخت ژمي کې نه سرپناه لري او نه د خوراک درکيې شته دغه ډول مرستې باید زیاتې شي."
د داخلي بېځایه شویو کورنیو په خبره پهدې ولایت کې د وروستیو جنګ جګړو له امله په سلګونه کورنۍ مختلفو سیمو ته کوچېدلي او غوښتنهيې دا ده چې د دوی له سیمو څخه دې د جګړې ټغر ټول شي، څو ټولې کورنۍ خپلو مېنو ستنې شي.
دا راپور په غږ کې هم اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
راپور: شاه محمود شینواری