په بدخشان کې د زرو د يوه کان د تونل نړېدو لږترلږه ٣٠ کسان مړه کړي

په بدخشان ولايت کې د زرو د يوه کان د تونل نړېدو لږترلږه ٣٠ کسان مړه کړي دي.

د بدخشان د پوليسو يوه وياند غربي رسنيو ته ويلي چې په نننۍ پېښه کې شااوخوا ٢٠ تنه نور ټپيان شوي هم دي.

چارواکي وايي، پېښه په کوهستان ولسوالۍ کې شوې ده.

د کوهستان ولسوال محمد رستم د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې په سيمه کې خلکو له دغه تونله د زرو ټولولو لپاره کار اخيست.

د والي وياند نېک محمد نظري وايي، کليوال له لسيزو راهيسې دغه کاروبار کوي چې حکومت ورباندې کنټرول نه لري.

د پېښې په وخت کې لږترلږه ٥٠ کسان په هغه ځاى کې وو او د راګير پاتې شويو کسانو د ژغورنې لپاره دوه ډلې لېږل شوي دي.