روغتیا وزارت: کابل کې د اورلګېدنې د پېښې تلفات ښايي زیات شي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل د تېرې شپې د اورلګېدنې د پېښې تلفات ښايي زیات شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل د تېرې شپې د اورلګېدنې د پېښې تلفات ښايي زیات شي.

د دې وزارت ویاند وحید مایار نن ازادي راډیو ته وویل، په‌دې پېښه کې درې کسان مړه شوي دي او د ټپیانو شمېر يې ۴۷ ته رسیدلی دی.

نوموړي وویل، د یو شمېر ټپیانو وضعیت ډېر نازک دی.

د کابل په عبدالحق څلور لاري کې لومړی د تیلو په یوه پمپ کې اور ولګېد او وروسته بیا یوې لوړې ودانۍ ته پراخ شو.

د کابل پولیس وايي، د دې پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي


ویډیو او اډیټ: لېمه هادي