روسيه کې چاودنې لږ تر لږه ٣ کسان وژلي

په روسیه کې د شوې چاودنې سیمه او ژغورونکې ډله چې له سیمې د مړو او ټپيانو لټه کوي.

د روسيې محلي رسنۍ وايي، په يوه دنګه ودانۍ کې د ګازو د يوې مشکوکې چاودنې له کبله لږ تر لږه ٣ کسان مړه شوي دي.

ويل شوي د روسيې په ماګني توګورسک ښار کې د چاودنې په نتيجه کې د ودانۍ يوه برخه نړېدلې ده.

د روسيې خبري اژانسونه وايي، د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت نن سهار وختي ويلي دي چې په دې ودانۍ کې چې ١١٠ کسان په‌کې ژوند کوي، شااوخوا ٤٨ اپارتمانونه زيانمن شوي دي.

دغه وزارت په هغه اعلاميه کې چې تاس خبري اژانس خپره کړې ويلي:

"شپږ کسان له نړېدلې ودانۍ ايستل شوي چې درې تنه‌يې مړه او د يوه ماشوم په ګډون درې تنه ټپيان دي."

دغه وزارت وايي، د دې ودانۍ د يوې برخې د نړېدو علت د طبيعي ګازو چاودنه وه.