"IOM" وايي له ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ په ۲۰۱۸ کال کې ډېره وه

له ایران نه راستانه شوي افغان کډوال

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «IOM» وايي، له ایرانه هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ د تېر کال په پرتله زیاته وه چې رسمي شمېرې يې ۷۵۷ زره او ۲۹۲ کسانو ته رسېږي.

د یاد سازمان د عامه اړیکو مرستیال محمد حدیث پردېس د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۶» ازادي راډيو ته وویل، د راستنېدونکو دا اندازه له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو په پرتله لوړه ده.

دی وايي، د ۲۰۱۸ کال په همدومره موده کې له پاکستانه ۳۲ زره ۲۷ کسان راستانه شوي دي.

حدیث پردېس د «IOM» سازمان د عامه اړیکو مرستیال

ښاغلي پردېس زیاته کړه:

"موږ چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په پای کې یو، په‌دې کال کې شااوخوا اته لکه افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته ستانه شوي چې له اووه نیم لکو ډېر يې له ایران او پاتې نور له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي."

آرشیف، افغانستان ته راستون شوی افغان کډوال

ښاغلی پردېس وايي چې د همدې روانې میلادي میاشتې په یوه اوونۍ یعنې د ډسمبر له ۱۶مې نېټې څخه بیا تر ۲۲مې نېټې پورې له ایرانه ۱۱ زره ۱۴۱ هغه افغانان چې اسناد يې نه‌لرل راستانه شوي چې دا ندازه د تېرې اوونۍ په پرتله دوه سلنه ډېروالی ښيي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «ای. او. اېم» له ایرانه د ډېرو افغان کډوالو د راستنېدو دلایل نه‌دي بیان کړي.

د دغه سازمان چارواکي وايي، دوی د راستنېدونکو افغان کډوالو په واک کې یوه اندازه مرستې ورکوي او د خپلو همکاریو دوام ته ژمن دي.

له ایران او پاکستانه هېواد ته د کډوالو د راستنېدو لړۍ داسې مهال روانه ده چې افغانستان له جګړې، کورنیو بې‌ځایه شویو او وچکالۍ په څېر له سترو ستونزو سره مخ دی.

خو له ایرانه د ډېرو کډوالو د راستنېدو دلیل څه کېدای شي؟

ارشیف، د ولسي جرګې تالار

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري يې په اړه وايي:

"له ایرانه د راستنېدونکو د ډېرېدو دلیل دا دی چې پر ایران اقتصادي بندیزونه ډېر وي او پیسې يې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې لوېدلې دي چې دې کار هلته د مېشتو افغانانو پر وضعیت بد اغېز کړی دی."

دی ټینګار کوي چې افغان حکومت باید د راستنېدونکو کډوالو د سرپناه او کارموندنې فکر ولري او دوی ته لازمې زمینې برابرې کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ