د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وايي، د جګړې تر څنګ وچکالي هغه څه و چې سږ کاليې زرګونه افغانان له خپلو مېنو بېځایه کړل.
نوموړی وايي، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د جګړو او وچکالۍ له امله له ۹۲ زرو څخه ډېرې کورنۍ بېځایه شوې دي.
سید عالمي بلخي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۴» د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې پهدې اړه وویل:
"په ۱۳۹۷ لمریز کال کې په خواشینۍ سره چې د جګړو او ناامنیو تر څنګ د وچکالۍ له امله هم ډېرې کورنۍ بېځایه شوي، د جګړو او وچکالۍ له امله په ټوله کې ۹۲ زره او یو سلو ۹۴ کورنیو ته رسېږي."
ښاغلي بلخي وویل، دغه کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او د افغانستان ملي شورا باید د راتلونکي کال په بودجه کې دغو بېځایه شویو ته جدي پام وکړي.
افغانستان په وروستۍ لسیزه کې سختو وچکالیو ځپلی دی چې تر ډېرهیې د خلکو کرنې او مالدارۍ ته زیان اړولی دی.
د افغانستان د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په ټول هېواد کې شااوخوا ۲،۲ میلیونه وګړي، بېړنیو غذايي مرستو ته اړتیا لري.
د دغه وزارت په خبره په تېرو څو کلونو کې څه باندې پنځه لکه کسان د وچکالۍ او ناامنیو له امله له خپلو اصلي مېنو نورو سیمو ته کوچېدلي چې مرستو ته اړتیا لري.
له بلېخوا د مشرانو جرګې غړي د وچکالۍ تر څنګ په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت هم د اندېښنې وړ یاد کړ.
د دغو سناتورانو له ډلې ډاکتر غیرت بهیر وویل، افغان کډوال په ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې وهل او ټکول کېږي او ترې سیاسي ګټه اخیستل کېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی، وهل کيږي، سپکاوی ورته کېږي او د ځینو هېوادونو له لوري جګړو ته استول کېږي؛ له هغې ډلې د سوریې جګړې ته چې دې مسئلې ته باید جدي پاملرنه وشي."
په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند که څه هم کومه نوې خبره نهده، خو تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې یوې وېډیو چې پهکې یو ایرانی پولیس ښودل کېږي چې یو شمېر افغانان وهي او سپکې سپورې ورته وایي، په افغانستان کې دننه د خلکو سخته غصه راوپاروله.
دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې، اوسمهال شااوخوا يو میلیون افغانان په ایران کې کډوال دي چې وخت ناوخته ورسره د ایرانیانو د ناوړه چلند په اړ راپورونه ورکول کېږي.
خو د افغانستان د کډوالو چارو وزیر وايي، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې روانې او تر یوې اندازې یې ستونزې هوارې شوې دي.
راپور: ناجیه ساپۍ