د کابل د دوشنبې د ورځې د برید د قربانیانو شمیر زیات شو

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د عامه روغتیا وزارت تایید کړه چې د کابل د پروني برید د قربانیانو شمیر ۴۳ تنو ته ورسید. د دې پیښې د ټپيانو شمیر ۲۵ تنه ګڼل شوی دی. وسله والو پرون ماسپښین لومړي مکروریانو ته نژدې د شهیدانو او معلولینو د وزارت پر معینیت حمله وکړه. تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.