د امریکا د متحده ايالاتو دفاع وزارت وايي، له سوريې څخه د امريکايي پوځيانو د ایستلو فرمان لاسلیک شوی دی.
په دې اړه نور: د امریکا د دفاع وزارت: له سوريې د سرتېرو د ایستلو امر لاسلیک شوید فرانسې خبري اژانس د متحده ایالاتو د پوځ د وياند پرونۍ خبرې رااخيستي چې ويلي يې دي:
"د سوريې په برخه کې اجرائيوي فرمان لاسليک شوى دى."
پهدې اړهيې نور جزئيات نهدي ورکړي.
«CNN» ټلوېزيوني شبکې ويلي، دفاعي چارواکو د دغه فرمان لاسليککېدل تأييد کړي دي.
دې شبکې د بل چارواکي خبرې هم رااخيستي چې ويلي يې دي:
"دفاع وزير جېمز مټېس چې له دې څوکۍ په ليرې کېدو دى، دغه فرمان لاسليک کړى دى."
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره چهارشنبه په ټويټرکې په يوه وېډيويي پيغام کې ويلي:
"موږ په سوريه کې د داعش ترورېستي ډلې په وړاندې بريالي شوي يو."
په دې اړه نور: ټرمپ: سوریه کې پر داعش بریالي شو او دا ډله مو ماته کړههغه پهدې وېډيو کې له سوريې څخه د شااوخوا ٢٠٠٠ امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه هم اعلان کړله او ويېویل چې له دغه جګړه ځپلي هېواده به ټول امريکايي ځواکونه وباسي.
د امریکا کانګرس هم ډموکراتو، هم جمهوريت غوښتونکو غړو، هم پخوانيو حکومتي رهبرانو او د واشنګټن نړیوالو متحدانو د ولسمشر ټرمپ پر دې پرېکړه انتقادونه کړي دي.
ګڼو انتقاد کوونکو ويلي، له سوريې په ناببره توګه د امريکايي پوځيانو وتل به په سوريه کې له کُرد متحدانو سره خیانت وي.
امريکايي ځواکونه له ٢٠١٥ میلادي کال راهيسې په سوريه کې دي چې د سوريې له عرب او کُرد متحدانو سره د داعش ډلې په وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.
انقرې تور لګولى چې د کُردانو دغه جنګيالي له هغو کُرد افراطي وسلهوالو سره ارتباط لري چې په ترکيه کې فعال دي.
په دې اړه نور: امانوئل مکرون: د ټرمپ پر وروستۍ پرېکړه په ژوره توګه خواشينى یمنورو انتقاد کوونکو بیا ویلي چې دا به ایران او روسيې ته چې په سوریه فعال دي، برياوې په برخه کړي.
د فرانسې ولسمشر ويلي، د امريکا د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ پر وروستۍ پرېکړه سخت خواشينى دى چې له سوريې د امريکايي ځواکونو د وتلو په بابيې کړې ده.
امانوئل مکرون پرون يکشنبه په چاد کې يوه خبري کنفرانس ته وويل:
"ټول متحدان بايد يوه او بل ته د باور وړ وي."
د ولسمشر ټرمپ ځينو نږدې متحدانو هڅه کړې چې په عامه ولسمشر وهڅوي څو له سوريې چې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې ښکېله ده، د امريکايي پوځيانو د ايستلو لپاره خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.
د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس د ولسمشر ټرمپ پر بهرنۍ پالېسۍ د اعتراض په ډول تېره پنجشنبه استعفا وکړه.
تر دې دوه ورځې وروسته د داعش پر ضد د امريکا د تشکيل شوي نړيوال ائتلاف لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي برېت مِکګُرک «Brett McGurk» هم استعفا وکړه.
که څه هم روسيه او ايران د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي، خو د امريکا متحده ايالات او ترکيه د بېلابېلو حکومت ضد ډلو تر شا ولاړ دي.