هرات: سږ کال د زعفرانو محصولات زیات، خو قیمت‌یې راټیټ شوی

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونه وایي، سږ کال په‌دغه ولایت کې د زعفرانو محصولات زیات، خو قیمت‌یې راټیټ شوی دی.

د یاد ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې مشر سعد خطیبي نن ازادي راډيو ته وویل، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې په دغه ولایت کې ۱۳ ټنه زعفران تولید شوي، خو د یو کېلو زعفرانو قیمت ۶۵۰ امریکایي ډالره دی، حال دا چې مخکې به یو کېلو زعفران تر ۲۰۰۰ ډالرو پورې پلورل کېده.

د ښاغلي خطیبي په خبره، د دغه ولایت ګڼ شمېر خلک د زعفرانو د کښت په برخه کې په کار او بار بوخت دي او له همدې درکه خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي.