د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو د نړیوالو اړیکو کمېسیونونه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو احتمالي ایستل نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم ستر ګواښ ګڼي.
د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو احتمالي ایستل به دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل کړي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داود کلکاني د يکشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که ترهګر په بشپړ ډول په دغه هېواد کې ونه ځپل شي، د سیمې او نړۍ امنیت ته بیا ګواښ پېښېدلای شي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داود کلکاني
ده وویل:
"له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یو ځل بیا د دې لامل ګرځي چې ترهګر په افغانستان کې ځالې جوړې کړي او سیمه او نړۍ وګواښي، افغانستان دې ته اړتیا لري چې د ترهګرو ځالې په کې له منځه ولاړې شي او سوله راشي."
ښاغلی کلکاني ټینګار کوي چې امریکا لا په افغانستان کې خپل هدف ته چې په بشپړ ډول د ترهګرو له منځه وړل دي، نه ده رسېدلې.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یو شمېر امریکايي چارواکو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، لیکلي چې د امریکا دفاع وزارت په دې فکر کوي چې له افغانستانه خپل نیمايي سرتېري چې شمېر یې ۷۰۰۰ تنو ته رسېږي، وباسي، خو سرچینه وايي چې دا پرېکړه لا وروستۍ نه ده.
په ورته وخت کې کابل چاپ یو شمېر رسنیو لیکلي چې تازه د امریکا د سنا مجلس د دفاعي کمېټې غړي سناتور لینډسي ګراهام ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به نړیوال امنیت وګواښي.
د نوموړي په حواله دا هم لیکلي شوي چې که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، دغه هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو په امن پټنځای بدل شي.
لینډسي ګراهام د امریکا د سنا له مجلسه غوښتي چې په دې تړاو یوه غونډه وکړي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي د یادې احتمالي پرېکړې په تړاو د امریکا په سنا مجلس کې له منتقدو سناتورانو سره همنظري دي.
د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې فوزیه سادات وایي:
"زه د امریکا د سناتورانو نظر تأيیدوم، ځکه که دا عکسر په یو دمي له افغانستانه وځي، ښايي زمونږ خاورې ته ډېر ګواښونه متوجې شي."
د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو غړي وايي، امریکا باید له افغانستانه د خپلو عکسرو تر ایستلو دمخه افغان ځواکونه ښه تجهیز کړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ بیا ویلي چې د دغو عسکرو احتمالي ایستل به د افغانستان په امنیت هېڅ تاثير ونه کړي او افغان ځواکونو له څنګه چې په تېره کې ثابته کړې، له خپل هېواد او ځمکنۍ بشپړتیا به په مېړانه دفاع وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره کې افغان چارواکو ویلي چې په افغانستان کې اوس هم له شلو زیاتې ترهګرې ډلې موجودې او خپل فعالیتونه ترسره کوي.
راپور: اجمل تورمان