د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

له افغانستانه د ۷ زره امریکایي سرتېرو د احتمالي وتلو په اړه د ولسي جرګې اندېښنه


د افغانستان ولسي جرګه له دغه هېواده د امریکایي سرتېرو د احتمالي وتلو په اړه راپورونه د اندېښنې وړ بولي.

له افغانستانه د ۷ زره امریکایي سرتېرو د احتمالي وتلو د راپورونو تر خپرېدلو وروسته د افغانستان ولسي جرګه وایي، تر کومه چې امریکا افغانانو ته د سولې په برخه کې قوي ضمانت ورنه کړي، باید له دغه هېواده ونه وځي.

د ولسي جرګې غړو د شنبې د ورځې په عمومي ناسته کې وویل، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د ۷ زره امریکایي سرتېرو احتمالي وتل له دغه هېواده د اندېښنې وړ مسئله ده.

د دغې جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د خلکو د استازو له بحثونو وروسته په دې اړه وویل:

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

"د افغان دولت مخالف طالبان که وغواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، نو د خبرو لپاره دې د مذاکراتو مېز ته کېني، تر څو افغانان د سولې شاهدان شي، هغه وخت به موږ هېڅ بهرني سرتېري ته اړتیا ونه لرو، موږ غواړو یو خپلواک دولت ولرو."

دا اندېښنې وروسته له هغې څرګندېږي چې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یو شمېر امریکايي چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي یاد شوي، لیکلي چې د امریکا دفاع وزارت په داسې پلان کار کوي چې که ورستی شي، په افغانستان کې د مېشتو ۱۴زرو امریکايي سرتېرو نیمایي به له دغه هېواده وباسي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس دا هم لیکلي چې احتمال شته چې دا سرتېري د راتلونکي کال د اوړي تر پایه له افغانستانه ووځي، خو په خبره یې چې دا پرېکړه تر اوسه نه ده نهایي شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، له دغه هېواده د زرګونو بهرنیو سرتېرو احتمالي وتل به پر امنیتي وضعیت هېڅ اغېز ونه لري.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرو سره ویلي، له تېرو څلور نیمو کلونو راپدېخوا افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د څو زرو بهرنیو سرتېرو احتمالي وتل به چې ډېری یې په ښوونیزو، تخنیکي او حمایوي برخو کې کار کوي، بې اغېزې وي.

خو د ولسي جرګې ځیني غړي وایي، تر اوسه امریکایان نه دي توانېدلي چې افغان امنیتي سرتېري په بشپړ ډول تجهیز کړي چې هغوی وکولای شي، د دښمن په مقابل کې په بشپړه وړتیا مبارزه وکړي.

د ولسي جرګې یوه غړي کمال ناصر اصولي په دې تړاو وایي:

کمال ناصر اصولي
کمال ناصر اصولي

"موږ له امریکایانو په واضح ډول غواړو چې زموږ امنیتي سرتېري تجهیز کړي او هغوی ته دا هم وایو چې تر کومه چې د سولې په برخه کې افغان ولس ته قوي ضمانت ورنه کړي، د افغانستان ولس په دې شکل نه پرېږدي چې موږ بیا لومړنیو جګړو ته ورشو او یا هم پاکستان د بېلابېلو وسله والو په وسیله پر موږ خپل واک ثابت کړي."

په ورته وخت کې د پوځي چارو شنونکی حی ګل سلیمانخېل هم له افغانستانه د امریکایي سرتېرو احتمالي وتل د افغانانو په حق کې ظلم ګڼي.

ښاغلي سلیمانخېل له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، تر کومه چې هوایي، ځمکني او زرهي افغان امنیتي ځواکونه په بشپړ ډول د امریکایانو له لوري تجهیز نشي، له افغانستانه به د زرګونو بهرنیو سرتېرو احتمالي ایستل د دغه هېواد پر امنیتي وضعیت منفي اغېز وکړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG