مشرانو جرګه: په کابل ښار کې هره ورځ د هوا انتحار دی

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په کابل ښار کې د ککړې هوا له امله د خلکو مړینه په انتحاري حملو کې د وژل شویو کسانو تر شمېرو پورته ګڼي او په‌دې برخه کې اړوند مسؤلین په کم‌کارۍ او بې‌پامۍ تورنوي.

سناتورانو د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۲۷» په عمومي غونډه کې ټینګار وکړ، که د چاپېریال ساتنې ادارې مسؤلین دې مسئلې ته جدي پام ونه‌کړي د انساني ناورین د احتمالي رامنځته کېدو په صورت کې به ځواب ویونکي وي.​فضل‌هادي مسلمیار

په دې اړه نور:

د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د چاپېریال ساتنې د ادارې نوي پلانونه!

​د جرګې مشر فضل‌هادي مسلمیار بیا د سناتورانو له څرګندونو وروسته وویل:

"د کابل هوا په رښتیا هم ډېره ککړه شوې ده او دا لوی ناورین دی او د ټولو ژوند ګواښي، هره ورځ د هوا انتحار دی، په رښتیا د دې مخه نیول په کار دي، جوړ روغ انسان به وي او بلې ورځې ته به سرطان وي، سناتور صاحبانو تاسې د ککړې هوا د مخنیوي لپاره طرحه وړاندې کړې او ټول تالار به حمایت وکړي."

د مشرانو جرګې د غړو په خبره د خښتو په بټيو، حمامونو او په یو شمېر کورونو کې د ډېرو دود لرونکو موادو سوځول او په کابل ښار کې د نفوسو ډېروالی د کابل ښار د هوا د ککړتیا مهم لاملونه دي.

د پلازمېنې کابل د هوا ککړتیا ګواښوونکې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، د کابل ښار د ککړې هوا د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې له دې امله به په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر زیات شي.

په‌دې وروستیو کې د ټولنیزو شبکو په ځانګړي ډول د فېس‌بوک یو شمېر کاروونکو هم په دې اړه لیکلي او د کابل ښار د ککړې هوا تصویرونه‌یې خپاره کړي دي.

یو شمېر سناتوران وايي، د کابل د هوا ککړتیا یو ګواښوونکی حالت غوره کړی او باید یې جدي مخه ونیول شي.

سناتور مصطفی ظاهر

په دې اړه نور:

د عامې روغتیا وزیر وایي، په افغانستان کې د سرطان پېښې مخ په زیاتېدو دي

د دغو سناتورانو له ډلې مصطفی ظاهر وویل:

"په هر متر مربع کې ۱۵۰ ذراتو ته اجازه ده چې انسان ته زیان نه‌رسوي، خو اوس په کابل کې دا اندازه ۷۰۰ ته رسېدلې چې دا په نوره نړۍ کې یو اضطراري حالت دی، یعنې ۲،۲ میکرون ذرات پوستکي ته ننوځي او د وینې جریان سره یوځای کېږي چې دا د سرطانونو لامل ګرځي."

په ورته وخت کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د لویو ښارونو په ځانګړې توګه د کابل ښار د هوا د ککړتیا د کموالي او مخنیوي لپاره‌یې د ځانګړو ژمنیو پلانونو تطبیقول پيل کړي دي.

د دغې ادارې د چاپېریال ساتنې د تفتیش او نظارت رئیس نېک محمد ازادي راډیو ته وویل، د دغو پلانونو په پلي کېدو سره هڅه کېږي چې د کابل ښار په هوا کې ښه‌والی راشي.

د دغه پلان له مخې به د اوبلن ګاز، برښنا، ټرانسپورتي وسایط چې هوا ککړوي او یو شمېر نورو فعالیتونو جدي څارنه کېږي.

که څه هم اړوند دولتي ارګانونه او چارواکي ظاهراً دا وايي چې په‌دې برخه کې یې خپل مسؤلیت ادا کړی، خو د یو شمېر سناتورانو په باور، که دې مسئلې ته جدي پام ونه‌‎شي، په کابل کې به د هوا ککړتیا په یوې نه‌هوارېدونکې ستونزې بدله شي.

راپور: ناجیه ساپۍ