د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۲

د عامې روغتیا وزیر وایي، په افغانستان کې د سرطان پېښې مخ په زیاتېدو دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، وړاندوینې دا ښيي چې تر راتلونکو ۱۰ کلونو به پر سرطان ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوه برابره شي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د یکشنبې په ورځ د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مجادلې د بنیاد په عمومي مجتمع کې، که څه هم په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر واضح نه کړ، خو ویې ویل چې هره ورځ د سرطان د کنټرول په مرکز کې د ۶۰ کسانو درملنه کېږي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

ښاغلي فیروز وویل:

"په افغانستان کې د غیرساري ناروغیو چې سرطان هم پکې شاملېږي، کچه مخ پر زیاتېدو ده، هره ورځ د۶۰ کسانو درملنه د سرطان د کنټرول په مرکز کې کوو او په تېر یوه کال کې ۱۳۰۰ کسان په سرطان ناروغۍ اخته شوي دي."

په عامې روغتیا وزارت کې د سرطان د کنټرول د پروګرام مشر میهن عبدالله وايي چې د ۲۰۱۲ میلادي کال د شمېرو له مخې، هرکال ۲۰ زره کسان په افغانستان کې د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي.

د نوموړي په خبره، له دې ډلې ۱۶ زره کسان یې ژوند له لاسه ورکوي.

د شمېرو له مخې، هرکال په نړۍ کې د سرطان ۱۵ میلیونه پېښې ثبتېږي چې ډېری هغه یې په وروسته پاتې هېوادونو کې دي.

افغانستان هم په دې برخه کې د زیانمنو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي.

د افغانستان د طبي پوهنتونو ریاست وايي، وروستۍ شمېرنې ښيي چې په هرکال کې ۹ میليونه انسان او په ورځني ډول ۲۲ زره کسان د سرطان د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، محیطي عوامل، جنتیک، د هوا ککړتیا، د دخانیاتو کارونه، د سرو کړو خوړو زیات استعمال، د وزن زیاتوالی، له مېوو او سبزيجاتو ګټه نه اخيستنه او د فزیکي فعالیت او ورزش نه کول هغه عوامل دي چې له امله یې خلک د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي.

د روغتیايي برخې د افغان چارواکو په خبره، د زیاترو سرطاني پېښو مخنیوی په وخت سره تشخیص او درملنې سره شونې ده.

د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د کابل په جمهوریت روغتون کې د سرطان د ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره يو مرکز پرانيستل شوی و.

په ورته وخت کې د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني د سرطان د ناروغۍ د مخنیوي لپاره په هېواد کې د لا زیاتو هڅو او کوښښونو خبره کوي.

بي بي ګل غني
بي بي ګل غني

نوموړې وویل:

"هیله لرم چې د سرطان د مخنیوي لپاره زموږ هڅې په بریالیتوب سره پرمخ لاړې شي او موږ په ګډه د دغې ناروغۍ سره مجادله وکړو."

په ورته وخت کې د سرطاني ناروغیو متخصص ډاکټر شوکت نیازی وايي، د سرطان د ناروغۍ د خطرونو په اړه خلکو ته باید د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر شي.

نوموړی له خلکو هم غواړي چې د ناروغیو پرمهال پر وخت روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

راپور: محمدحدیث پردېس

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG