بې ځایه شویو کډوالو ته د شفافو مرستو پر رسولو د ولسي جرګې ټینګار!

د افغانستان ولسي جرګه بې ځایه شوېو او اړو خلکو ته په شفاف ډول د مرستو رسولو په برخه کې د يوې ځانګړې پالیسۍ پر جوړولو ټینګار کوي.

ولسي جرګه د حکومت او مرستندویه بنسټونو له‌خوا په بې ځایه شوېو او اړو خلکو د مرستو وېشل بهیر غیر شفاف بولي او په‌دې برخه کې د يوه ځانګړي میکانېزم پر جوړولو ټینګار کوي.

د دغه جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې غونډې ته چې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزیر ځواب ویلو ته ځانګړې شوې وه، وویل چې د مرستو رسولو په برخه کې د شفافیت نشتوالي له امله ډېری وخت د مستحقو خلکو حق تر پښو لاندې کېږي.

عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"هغه خلک چې د وچکالۍ او ناامنیو له امله په کور دننه بې ځایه شوي دوی د مرستو مستحق دي او باید مرستې پرې ووېشل شي او په‌دې برخه کې باید شفافیت موجود وي، خو له بده‌مرغه چې په‌دې برخه کې ستونزې شته او مستحقو خلکو ته مرستې نه رسېږي او په حق کې یې ظلم کېږي، اړتیا ده چې د دغې چارې لپاره يوه ځانګړي ستراتيژی او میکانېزم تر لاس لاندې ونیسو، څو مستحقو خلکو ته مرستې ورسوو."

د ښاغلي ابراهیمي په خبره، دا د حکومت دنده ده چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې په وخت سره خلکو ته مرستې ورسوي، څو خلک له ستونزو سره لاس او ګریوان نه‌شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۲،۲ میلیونه وګړي، بېړنیو غذايي مرستو ته اړتیا لري.

د دغه وزارت په خبره په تېرو څو کلونو کې څه باندې پنځه لکه کسان د وچکالۍ او ناامنیو له امله له خپلو اصلي مېنو نورو سیمو ته کوچېدلي چې مرستو ته اړتیا لري.

د مرستو د وېش په برخه کې د ولسي جرګې د وکیلانو بله نیوکه دا وه چې د مرستو وېشلو په برخه کې عدالت هم په پام کې نه نیول کېږي چې له امله یې د يو شمېر ولایتونو بې ځایه شوې کورنۍ له مرستو بې برخې پاتې دي.

په ورته وخت کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزیر نجیب‌اقا فهیم د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل چې دوی د ځانګړو تګ‌لارو په پام کې نیولو سره په اړو خلکو مرستې ویشي.

طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزیر نجیب‌اقا فهیم

ښاغلي فهیم زیاته کړه:

"د مرستو رسولو په برخه کې په مرکز او ولایتونو کې یو میکانېزم وجود لري، موږ د ولایتونو او ولسوالیو په کچه کمېټې لرو چې په ولایتي کمېټه کې د والي په ګډون دا ادارو رئیسان او د ولسوالیو په کچه ولسوال او نورو اداري کارکوونکي يې غړي دي چې مرستې تنظمیوي او وېشي یې دا کار موږ له مرکز نه کوو."

ښاغلی فهیم د ولسي جرګې دا وړاندیز چې د مرستو د وېشلو لپاره دې يوه ځانګړې پالیسي او تګ‌لاره جوړه شي هرکلی کوي او په‌دې برخه کې د ولسي جرګې غړي نه غواړي چې خپل نظریات له دوی سره شریک کړي.

دی وايي، د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت تل هڅه کوي چې مرستې په شفاف او عادلانه ډول اړو خلکو ته ورسېږي.

راپور: محمد واصل وصال