څېړنه: ملکي مرګ ژوبله په نومبر میاشت کې د اکټوبر په نسبت کمه وه

ارشیف، دغه تصویر د کابل ښار د یو ټپي اوسېدونکي دی چې د نومبر په ۲۰مه په کابل کې په یوه چاودنه کې تپي شوی

د ملکي وګړو د خوندیتوب او د عدالت غوښتنې د ادارې تازه موندنې ښیي چې د روان میلادي کال د اکټوبر د میاشتې په پرتله په نومبر کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې کچه کمه وه.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او د عدالت غوښتنې اداره که څه هم د هېواد وروستۍ خونړۍ حملې د اندېښنې وړ ګڼي، خو وايي چې د دغې ادارې تازه موندنې ښیي چې د غیر نظامي افغانانو تلفات د روان میلادي کال د اکټوبر میاشتي په پرتله په نومبر کې کم وو.

د دي ادارې مشر عزیز احمد تسل د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۲» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دغه موندنې یې په ۳۴ ولایتونو کې د وروستیو هوايي، انفجاري او انتحاري حملو څخه د اوښتو تلفاتو په تړاو کړي چې ډېری یې په کابل او هلمند کې ترسره شوي.

عزیز احمد تسل

​دی وایي:

"د اکټوبر د میاشتې په پرتله په نومبر کې ملکي تلفات کم شوي دي، دغه موندنې د ملکي وګړو د خوندیتوب او د عدالت غوښتنې له لوري له ورځنیو پېښو په ټولو ولایتونو کې ثبتېږي چې په اخره کې د یوې اعلامیې په بڼه خپرېږي، همدارنګه موږ ساحوي همکاران هم لرو چې په ولایتونو کې کار کوي او هم له یو شمېر معتبرو رسنیو سره قرارداد هم لرو چې د امنیتي پېښو معلومات له موږ سره شریکوي."

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې راپور په ډاګه کوي چې د نومبر په میاشت کې په افغانستان کې ۲۱۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۲۱۲ نور ټپیان شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکټوبر په میاشت کې د ۲۷۳ ملکي وګړو د وژل کېدو او ۵۵۰ نورو د ژوبل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ادارې مشر وویل چې تېره میاشت زیات شمېر ملکي افغانان د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بمباریو او د وسله‌والو مخالفینو په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

خو د غوڅ ملاتړ مأموریت په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او د عدالت غوښتنې اداره وايي، دغه تحقیق په ۳۴ ولایتونو کې د راپورونو او امنیتي پېښو په تړاو ترسره شوي.

ښاغلی تسل وايي، د دوی موندنې ښیي چې دغه تلفات ممکن په یو شمېر سېمو کې سړه هوا او د سولې د خبرو اترو پیل وي.

دغه موندنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د کابل د اورانوس د ودونو په هوټل کې د حضرت محمد (ص) د میلاد په غونډه باندې په ځانمرګي برید کې ۴۳ تنه ووژل شول او ۸۳ نور ټپیان شول.

همدا شان په دې میاشت کې بله پېښه د هلمند ولایت د ګرمسېر او نادعلي په ولسوالیو کې د افغان او بهرنیو هوايي ځواکونو په بمباریو کې ۳۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي.

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون شپږ میاشتنی راپور ښیي چې د تېر کال په پرتله ۳۳ سلنه ملکي تلفات زیات شوي.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې دغه تلفات تر ډېره په هوايي حملو کې اوښتي دي.

بلال صدیقي

ده وویل:

"په دې وروستیو کې هوايي حملو له ډېرو ملکیانو ژوند اخیستی او همداسې نورې پېښې چې موږ یې اندېښمن کړي یوو، زموږ غوښتنه دا ده چې هوايي ځواکونه باید له بشپړ دقته کار واخلي او هېله‌مند یوو چې د جګړې ښکېلې غاړې نړیوالو قوانینو ته پام وکړي."

د ملکي تلفاتو د راپور په تړاو د افغانستان کورنیو چارو وزارت زموږ اړيکه ځواب نه‌کړه، خو د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وویل، دفاعي ځواکونه د ملکي تلفاتو د کمېدو لپاره په عملیاتو کې له خپلو ټولو هڅو کار اخلي.

را پور: ناجیه ساپۍ