د بريتانیا دفاع وزیر ګوین ویلیامسون له خپلو خلکو غوښتي چې د دغه هېواد پوځي سیمو ته نږدې له مشکوکو فعالیتونو چارواکي خبر کړي.
ګوین ویلیامسون دا غوښتنه وروسته له هغه مطرح کړه د روسیې د یوه دولتي ټلوېزیون کارکوونکی پهدې وروستیو کې د بریتانیا یوه ډېر مهم پوځي مرکز ته نږدې لیدل شوی دی.
د خپرو شویو راپورونو پر اساس د بریتانیا دفاع وزیر ګوین ویلیامسون وروسته له هغه خبرداری ورکړی چې د روسیې د "یو" دولتي ټلوېزیون کارکوونکي تیمور سیراژیف د بارکشر په ښار کې د بریتانیا ۷۷ پوځي فرقې له څنګه راپور ورکاوه.
دا هغه سیمه ده چې شااوخوا یې اغزن سیمونه لګېدلي او د خلکو ورتګ منع دی.
تیمور سیراژیف دا ادعا رد کړې چې ګواکې هڅهیې کړې دې سیمې ته ننوځي.
د بریتانیا دا پوځي مرکز له الکترونیکي او سایکولوژیکي جنګونو سره سر او کار لري.
په بریتانیا کې دا خبره داسې وخت راپورته شوې چې د لوېدیځو هېوادونو او روسیې اړیکې وار له مخه په بېلابېلو دلایلو چندانې ښه نهدي.
په اوکراین کې د روسیې لاسوهنې، د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو او په ځینو اروپايي انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه ادعاوې، پراخې سایبري حملې او په بریتانیا کې د پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور مسمومول هغه مسایل دي چې په خاطر یې له روسیې سره د لوېدیځ اړیکې سړې شوې دي.
په دې اړه نور:
د کیف او مسکو ترمنځ په رامنځته شوي نوي کړکېچ کې لوېدیځ د اوکراین ملاتړ کړید بریتانیا په بارکشر کې د ۷۷ پوځي فرقې شااوخوا امنیتي کمرې ښيي چې د روسیې د یو دولتي ټلوېزیون د لبنان د بېرو مشر تیمور سیراژیف د نومبر په ۲۱مه څو واره هڅه کړې چې دې پوځي فرقې ته ننوځي او له یوه کمرهمین سره چې له موټره عکسونه اخلي په اشاره غږېږي.
د بریتانیا دې مېل ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد استخباراتي مشرانو پهدې اړه څېړنې پیل کړي او همیې د بریتانیا د ټولو پوځي سیمو قوماندانانو ته ګواښ کړی چې بیداره اوسي.
په بارکشر کې د پولیسو پلټنه
د بریتانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیامسون له قوله ویل شوي:
"موږ خپلې امنیتي اډې او نظامي پرسونل ته جدي پام کوو او که خلک پهدې سیمو کې مشکوکه فعالیتونه وګوري باید یې راپور چارواکو ته ورکړي."
سراژیف وروسته د روسیې «ار. ای. اې» نویستي رسنۍ ته ویلي چې دی او همکارانیې په یوه معمولي ځای کې په راپور ورکولو بوخت و او کوم پوځي مرکز ته د ننوتلو هڅهیې نهده کړې.
د بریتانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیامسون وار له مخه په اکټوبر میاشت کې روسیه تورنه کړې وه چې د یوه منفور دولت په توګه عمل کوي او په خپلو اعمالو به ځان منزوي کړي.
راپور: صفيالله ستانکزی