د کابل د نن ورځې چاپي ورځپاڼو د کابل د تېرې ورځې د انتحاري حملې او یو شمېر نورو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي دي چې د کابل د تېرې ورځې په انتحاري حمله کې له سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پهدې اړه په خپور شوي مطلب کې وړاندې راغلي دي چې حمله د میلاد النبي په ویاړ د دیني عالمانو په یوه غونډه کې وشوه چې له املهيې له ۵۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپيان دي.
په مطلب کې دا هم راغلي دي چې یاده غونډه د مولانا جلالالدین بلخي د بنیاد لهخوا رابلل شوې وه چې زیاتره ګډون کوونکي يې صوفیان وو.
ورځپاڼې د یوه دیني عالم مولوي مختار مفلح له قوله لیکلي دي چې پهدغه غونډه کې پخوانیو طالب چارواکو هم برخه اخیستې وه، خو مرګ ژوبله ورته نهده رسېدلې.
د مطلب لیکوال په تېرو څو میاشتو کې دا په کابل کې تر ټولو خونړۍ حمله بللې ده چې په دومره شمېر کسانو تهيې مرګ ژوبله واړوله.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم په یاده حمله خواشیني ښودلې ده او لیکلي یې دي چې په پېښه کې له سلو ډېرو دیني عالمانو او عامو افغانانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
په ورځپاڼه کې راغلي دي چې پېښه د کابل د اورانوس په نوم په هوټل کې په داسې حال کې شوې چې نږدې زرو تنو دیني عالمانو د میلادالنبي په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې راټول شوي وو.
ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند نجیب دانش له قوله لیکلي دي چې انتحاري حمله کوونکی هوټل ته دننه د خلکو منځ ته ځان رسولی او چاودنهيې کړې ده.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې که څه هم د دغه پېښې په اړه څه نهدي لیکلي، خو په ارګ کې د میلادالنبي د تېرې ورځې په غونډه کې د ولسمشر د وینا مهم ټکي یې راخیستي دي.
په مطلب کې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله راغلي دي چې په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي يو لامل دا دی چې موږ د نبوي سیرت او لارښوونو نه لازمه زدهکړه نهده کړې.
په دې اړه نور: غني: د تاوتریخوالي يو لامل دا دی چې له نبوي سیرته مو لازمه زدهکړه نهده کړېپه مطلب کې همدا شان وړاندې راغلي دي چې ښاغلي غني یادې غونډې ته ویلي د خدای د رسول مبارزه د ناپوهۍ او تاوتریخوالي په وړاندې وه چې په پيروۍ سرهيې کولای شو هوسا ژوند ولرو.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د تل په څېر په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې چې ایا ترورېستان به د هېواد په برخلیک حاکم شي؟
وړاندې په سرمقاله کې راغلي اوس چې امریکايي چارواکي د سولې د مذاکراتو د توجیې لپاره طالبان د یو قدرتمنده او نهماتېدونکې ډله یادوي او وايي چې د افغانستان قضیه نظامي حل لاره نهلري.
د سرمقالې د لیکوال په باور اوس پوښتنه دلته دا ده چې لوېدیځ هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا ولې دغې ډلې ته ماته ورنهکړه؟
د سرمقالې په پای کې راغلي سوله افغانستان ته یوه اړتیا ده، خو باید سولې ته د رسېدو لپاره ټول ارزښتونه لهمنځه یوړل نهشي او طالبان واک ته ورسېږي.