د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

غني: د تاوتریخوالي يو لامل دا دی چې له نبوي سیرته مو لازمه زده‌کړه نه‌ده کړې


محمد اشرف غني
محمد اشرف غني

افغان ولسمشر وايي، په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي يو لامل دا دی چې موږ د نبوي سیرت او لارښونو نه لازمه زده‌کړه نه‌ده کړې.

ولسمشر محمد اشرف غني چې د سې شنبې په ورځ‌يې په ارګ کې د لسګونه دیني عالمانو په منځ کې د میلاد النبي په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وینا کوله وویل چې د حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم له زوکړې سره نړۍ د جهالت له تیارو نه نجات وموند.

د ښاغلي غني په خبره، د خدای د رسول مبارزه د ناپوهۍ او تاوتریخوالي په وړاندې وه چې په پيروۍ سره‌يې کولای شو هوسا ژوند ولرو.

د ده په خبره، په افغانستان کې د جګړې د دوام يو لامل دا دی چې موږ له نبوي سیرت نه سمه زده‌کړه نه‌ده کړې.

نوموړي وویل:

"که موږ په‌خپل ګران هېواد کې اوس‌مهال له جګړې او تاوتریخوالي سره مخ يو او ناامنۍ زموږ له خلکو قرباني اخلي، ښځې او ماشومان مو له بېلابېلو اندېښنو سره مخ دي او يا زموږ د پرمختګونو په وړاندې خنډونه موجود دي، دا ټول د دې ښودنه کوي چې موږ د پیغمبر (ص) له سیرته لازمې او اساسي زده‌کړه نه‌دي ترلاسه کړي."

افغان ولسمشر وویل، په‌دې اړه باید په‌خپلو زده‌کړو بیا کتنه وکړو.

حضرت محمد (ص) د ۵۷۰ میلادي کال د ربیع‌الاول په ۱۲مه نړۍ ته سترګې وغړولې او په ۴۰ کلنۍ کې په پيغمبرۍ مبعوث شو.

د اسلام د دغه ستر پیغمبر د زوکړې ورځ په ټوله نړۍ کې مسلمانان په بېلابېلو مراسمو سره لمانځي.

ولسمشر محمد اشرف غني د میلاد النبي په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې دا اعلان هم وکړ چې له دې وروسته به د علماوو د شورا مشران په ولایتي غونډو کې هم ګډون وکړي.

ښاغلي غني وویل، د حج په فریضه کې د ملا امامانو او د جوماتونو د خطیبانو سهمیه باید مشخصه شي.

نوموړي دا شان وویل چې په ولایتونو کې د حج او اوقافو ریاستونه د ولایتي مسؤلینو سره په همکارۍ دې دیني عالمانو ته د کمپيوټر د زده‌کړې صنفونه په نظر کې ونیسي.

د میلاد النبي په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته يو شمېر دیني عالمانو هم ویناوې وکړې او د مسلمانانو په ځانګړي توګه د افغانانو ترمنځ‌یې پر يووالي ټینګار وکړ.

له ډلې محمد هاشم صالحي وايي، د پیغمبر (ص) د سیرت ډېره برخه پر يووالي او ورورولۍ راڅرخي چې خلک‌يې باید عملي او له تعصبه ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د اسلام ستر پيغمبر د يووالي بنسګټر او لوی محور دی، تاسو علماء پوهېږئ چې په نورو فروعاتو کې که جزئي اختلافاتو موجود دي، خو د پیغمبر (ص) په باره کې د شیعه او سُني ترمنځ د يوې ستنې قدر اختلاف هم نه‌شته."

يو شمېر نورو علماوو هم په ټینګار سره وویل چې په افغانستان کې د روانو ستونزو د د حل لپاره باید د پيغمبر (ص) احادیثو او قران عظیم ته رجوع وشي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د خپلو خبرو په يوه برخه کې وویل چې هغه د هېواد د سترو ستونزو د هواري لپاره سیرت‌النبي او قران مجید ته مراجعه کوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG