سټولټنبرګ: اروپایي غړي دې د ناټو دفاعي اتحاد خطر سره نه مخ کوي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي د امریکا او فرانسې د ولسمشرانو ترمنځ د وروستۍ لفظي شخړې وروسته خبرداری ورکړ چې د ناټو اروپایي غړي باید د دې سازمان دفاعي اتحاد له خطر سره مخامخ نه‌کړي.

ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په برلین کې په یوه غونډه کې وکړې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نومبر په نهمه په یوه ټویټر پاڼه کې ولیکل چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په‌دې خبرې سره چې اروپا باید یوه واقعي اردو ولري، سپکاوی کړی دی.

مکرون د اروپایي اردو د اړتیا په اړه په څرګندونو کې دغه‌راز د متحده ایالاتو نوم هم د روسیې او چین په خوا کې اخیستی و چې د ده په وینا د اروپا امنیت ګواښي.

د ناټو عمومي منشي پرته له دې چې د اروپا لپاره د یوې اردو د جوړولو په اړه د مکرون غوښتنې ته اشاره وکړي وویل چې دی په دفاعي برخه کې چې ناټو ورسره پیاوړې کېږي، د اروپا د قوي هڅو هرکلی کوي، خو سټولټنبرګ اروپایي غړو ته د ناټو د فعالیتونو تر څنګ د موازي فعالیتونو او له متحده ایالاتو سره‌یې د اړیکو د زیانمن کولو په وړاندې خبرداری ورکړ.