د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو سره ترکیه په غصه کړې ده.
ژان ایو لودریان ویلي و چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه د معلوماتو په شریکولو سره یوه سیاسي لوبه پیل کړې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د خپل فرانسوي سیال دغه څرګندونې د نهمنلو وړ بللې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ټینګار وکړ چې هېواد یې د سعودي د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي په اړه معلومات له پاریس سره شریک کړي دي.
مولود چاووش اوغلو تېره ورځ په دې اړه وویل:
"پوهېږم چې د اکټوبر په ۲۴مه زموږ استخباراتو او همکارانو د ثبت شویو غږونو په شمول معلومات چې کله فرانسې یې غوښتنه وکړه، سمدستي د دې هېواد له استخباراتو سره شریک کړل. که څه هم ژان ایو لودریان وایي چې په دې اړه هېڅ ډول معلومات په لاس کې نهلري او دا ډېره د شرم خبره ده چې زموږ ولسمشر د سیاسي لوبو په کولو تورنوي."
مولود چاووش اوغلو
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر پهدې وروستیو کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان وروستۍ څرګندونې تر پوښتنې لاندې راوستې دي.
په دې اړه نور: ترکیې د خاشقجي د وژنې په تړاو ځينو هېوادونو ته فیتې سپارلياردوغان ویلي چې هېواد یې د خاشقجي د قتل په اړه ثبت شوي غږونه له متحده ایالاتو، سعودي عربستان، جرمني، فرانسې او بریتانیا سره شریک کړي دي.
خو لودریان ویلي چې خبر نهلري چې فرانسې دې داسې کوم صوتي کسټ ترلاسه کړی وي.
ژان ایو لودریان، وزیر خارجۀ فرانسه
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اردوغان درواغ وایي وویل چې هغه په دغسې شرایطو کې یوه سیاسي لوبه ترسره کوي.
که ترکیې دغه شواهد له فرانسې سره شریک کړي، نو بیا ولې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر دا ډول څرګندونې کوي؟ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په ضمني ډول وویل، فرانسه به د دغه قتل د پوښلو هڅه کوي.
خاشقجي چې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سختو منتقدینو و، تېره میاشت په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.
د ترکیې ولسمشر ویلي چې د دغه قتل امر د سعودي عربستان د حکومت جګپوړو چارواکو ورکړی دی.
د سعودي چارواکو تأیید کړې چې خاشقجي په عمدي توګه وژل شوی دی.