متحده ایالاتو او د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو په ترکیه کې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي وژنه غندلې او ملګرو ملتونو تهیې ویلي دي چې د دې قضیې په اړه تحقیقات خورا مهم دي.
د ملګرو ملتونو غړو په استانبول ښار کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د وژنې په اړه د سعودي پر حکومت شک څرګند کړ.
د نږدې ۴۰ هېوادونو استازو نن د دوشنبې په ورځ په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د خاشقجي د قتل د قضیې په اړه بحث وکړ.
متحده ایالاتو د خاشقجي وژنه وغندله او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تهیې وویل چې په دې اړه دقیق او شفاف تحقیقات خورا زیات مهم دي.
په دې شورا کې د امریکا استازي وویل چې د خاشقجي د قتل دسیسه له مخکې جوړه شوې وه او واشنګټنیې غندنه کوي.
امریکا د خاشقجي په قضیه کې د ملګرو ملتونو په څېړنو کې د څارونکي حیثیت لري، ځکه په جون میاشت کې یې له دې شورا د وتلو اعلان وکړ، ځکه واشنګټن پر دې شورا تور ولګاوه چې د اسرائیلو په برخه کې بېپرې نهده.
د جرمني پلاوي هم نن په یوه بیان کې وویل چې د خاشقجي د برخلیک په اړه خورا زیاته اندېښنه لري.
له دې مخکې یوه جګپوړي ترکي مقام ویلي وو، هغه څېړونکي چې سعودي عربستان د دې قضیې په اړه د تحقیقاتو لپاره ترکیې ته استولي وو، له ترکي څېړونکو سره د همکارۍ پر ځای د خاشقجي د قتل د شواهدو د لهمنځه وړلو هڅه کوله.
د صباح په نوم یوې ترکۍ ورځپاڼې مخکې راپور ورکړی و چې د سعودي څېړونکو ۱۱ کسیزې ډلې چې د کیمیاوي او زهري موادو متخصصان پهکې شامل وو او د خاشقجي له وژلو ۹ ورځې وروسته ترکیې ته ورسېدل، د ترلاسه شویو اسنادو او شواهدو د لهمنځه وړلو په برخه کې کار کړی دی.
اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د یوه ترکي چارواکي له قوله چې نومیې نهدی یاد کړی، لیکي چې دا راپور تأییدوي او زیاتوي چې د سعودي څېړونکو د ټیم دوه غړي احمد عبدالعزیز الجَنوبي او خالد یحیی الزهراني یوازې او یوازې د دې لپاره ترکیې ته راغلي وو چې مخکې له دې چې ترکي پولیس په استانبول کې د ترکیې قونسلګرۍ ته د ننوتو اجازه ترلاسه کړي، په دې برخه کې ټول اسناد او شواهد لهمنځه یوسي.
خاشقجي د اکټوبر په دوهمه له خپلې ترکۍ کوژدنې سره د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د سعودي قونسلګرۍ ته ننوتی و چې بیا هلته ووژل شو.
اسوشیټېډ پرس د راپور په دوام د نوموړي ترکي مقام په حواله زیاتوي، دا حقیقت چې سعودي څېړونکي د خاشقجي د قتل د اړوندو شواهدو د لهمنځه وړلو لپاره ترکیې ته استول شوي، د دې خبرې واضح ثبوت دی چې جګپوړي سعودي چارواکي له دې قضیې څخه خبر وو.