افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په ارګ ماڼۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې الېس ولز سره لیدلي دي.
د افغانستان په یوه لوی ګاونډ هېواد ایران باندې سر له نن دوشنبې «د میزان له ۱۴مې» د امریکا متحده ایالاتو پراخ بندیزونه اجرا کېږي.
له دغه هېواد سره که څه هم د افغانستان ټوله سوداګري یو میلیارد ډالرو ته رسېږي، خو د هند په ملګرتیا یوه ګډه درې اړخیزه لویه پروژه هم لري چې د جوړولو چارې یې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پيل شوي.
د چابهار بندر پروژه چې هند د ایران له لارې افغانستان او منځنۍ اسیا ته وصلوي او باالعکس افغانستان هم اوبو ته لار پیدا کوي.
په ایران باندې د امریکا د بندیزونو له پیل سره د دې لویې درې هېواده پروژې برخلیک ډېر نهدی روښانه.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په همدې پروژې د امریکا د بندیزونو د اغېزو د څرنګوالي په خاطر د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې الېس ولز سره خبرې کړې دي.
ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې وايي، پرونۍ او په همدې ارتباط د پخوانیو ناستو نتیجې به چې د افغانستان د اقتصاد لپاره ښې پایلې ولري ژر له خلکو سره شریکې شي.
الېس ولز د سپټمبر په ۱۲مه په یوه بحث کې ویلي و چې د چابهار بندر په اړه به دوی څېړنې کوي چې څومره د افغانستان د ثبات لپاره مهمه دی.
اغلې ولز زیاته کړه:
"لکه څنګه چې موږ د چابهار د بندر موضوع څېړو دا بهیې په چوکاټ کې وي چې د افغانستان د ثبات لپاره او یا د سیمهییز اتصال لپاره چې نورې ګټې هم پهکې نغښتې دي څه کولای شي. دا د بیا کتنې یوه روانه پروسه ده."
ولز هغه وخت دا ډاډ هم ورکړ چې د بندیزونو هدف د متحدینو ځپل نه، بلکې د ایران د «بدې» رویې بدلول دي.
په دې اړه نور: پر ایران د امریکا بندیزونه به د چابهار پروژه اغېزمنه کړي؟د افغانستان ځیني اقتصادي کارپوهان هم ډاډه دي چې د امریکا بندیزونه به یوازې په ایران وي او تېر ته په کتو به د افغانستان په برخه کې د امریکا لهخوا کومه خاصه ستونزه نهوي.
د افغانستان بانک پخوانی مرستیال او اقتصادي کارپوه خان افضل هډهوال له ازادي راډيو سره پرون شپه په همدې ارتباط خبرې وکړې.
نوموړي وویل:
"پخوا هم دغسې چې د اوباما په وخت کې بندیزونه لګېدلي وو، ځینې برخې یې د افغانستان لپاره مستثنی شوې وې، دې کې شک نهشته. د افغانستان تجارت که په چابهار کې موږ تر بحث لاندې ونیسو افغانستان خو چابهار د یوه بندر یو ساحل په توګه استفاده کوي، نو دا برخه پهدې کې نهشاملېږي ان که بحث شوی هم وي. پر چابهار بندیز به داسې نهوي چې څوک به دا ساحل ونهشي کارولای. دا بندیز به پهدې اړه وي چې د ایران له کښتیو او د دوی تجارتي مالونه چې دي له هغو استفاده ونهشي."
له ښاغلي هډهوال سره مرکه هم واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د امریکا تازه بندیزونه د ایران تېل او مالي چارې په نښه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون فاکس نیوز ته ویلي، په ایران اسلامي جمهوریت به دا تر ټولو سخت بندیزونه وي.
نوموړي وویل:
"زه ډېر ډاډه یم کوم بندیزونه چې همدا دوشنبه لګول کېږي نهیوازې په تېلو، بلکې په هغو ۶۰۰ اشخاصو او کمپنیو چې د امریکا خزانې وزارت پېژندلي د ایران د رژیم د رویې په بدلولو کې به د هدف وړ اغېز وکړي."
ښاغلي پامپیو وویل، یوازنی هدف دا دی چې په نړۍ کې د ترهګرۍ د لوی تمویلوونکي دولت د کارونو مخه ونیول شي.
په دې اړه نور: ایران: د اقتصادي بندیزونو لګولو پریکړه د امریکا ناکامه هڅه دهخو ایران بیا په شدت د امریکا تازه بندیزونه رد کړي او ویلي یې دي چې د امریکا د بندیزونو په وړاندې به ودریږي او ماته به ورکړي.
د ایران مشر ایتالله علي خامنهاي پرون ویلي امریکا مخ په ځوړ روانه ده.
امریکا له ایران سره د نړۍ د پنځه جمعه یو اټمي قدرتونو له موافقې تر وتلو وروسته هوډ کړی و چې په ایران باندې به پراخ بندیزونه ولګوي.
راپور: صفيالله ستانکزی