د پاکستان سترې محکمې عیسوۍ اسیه بي بي له زندانه خوشې کړه.
دا اسلامي مقدساتو ته د توهین په تور په اعدام محکومه شوې وه.
د پاکستان د سترې محکمې رئیس ثاقب ناصر پرون چهارشنبه د لاهور د عالي محکمې حکم لغوه کړ.
د لاهور عالي محکمې اسیه بي بي په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور په اعدام محکوم کړې وه.
په پاکستان کې اسلام ته توهین د مرګ سزا لري.
د پاکستان د سترې محکمې رئیس ثاقب ناصر
د پاکستان سترې محکمې حکم وکړ چې اسیه بي بي دې دستي له زندانه خوشې شي.
د امنیتي دلایلو له امله نوموړې یوه ناڅرګند ځای ته انتقال شوې ده.
د بشري حقونو ډلو او بنسټونو د پاکستان د سترې محکمې د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د بشري حقونو ډلو او بنسټونو د پاکستان د سترې محکمې د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې مسؤل عمر وړایچ د پاکستان د سترې محکمې پرېکړه تاریخي پرېکړه وبلله.
خو بل لور ته په پاکستان کې دننه تحریک لبیک پاکستان افراطي ډلې دا پرېکړه وغندله.
په پاکستان کې دننه تحریک لبیک پاکستان افراطي ډلې دا پرېکړه وغندله.
د دې ډلې غړو پرون د پاکستان په لویو ښارونو کې یو شمېر مهمې لارې بندې کړې او په لاهور کې یې د مظاهرو پر مهال پولیس پر کاڼو ویشتل.
د پاکستان صدراعظم له اسلامپاله ډلو وغوښتل چې حکومت دې نهمجبوروي چې د دوی پر ضد لاس په کار شي.
تحریک لبیک پاکستان ګوند د عمران خان د حکومت د ړنګېدو غوښتنه وکړه او ویېویل چې د سترې محکمې رئیس او صدراعظم باید له دندو ګوښه شي.
دې ډلې همداراز دا خبره وکړه چې هر هغه چا چې له زندانه د اسیه بي بي د خوشې کېدو امر کړی دی مرګیې روا دی.
د پاکستان صدراعظم عمران خان ملت ته په وینا کې چې له ټلوېزیون څخه خپره شوه له خلکو وغوښتل چې له افراطیته ډډه وکړي.
عمران خان زیاته کړه:
"دوی د خپلو سیاسي ګټو لپاره تاسو تحریکوي، تاسو باید د خپل هېواد لپاره د هغوی په لومه کې ونهلوېږئ، دوی اسلام ته خدمت نهکوي."
د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم همداراز ویلي دي چې حکومت خپله دنده ترسره کړه، عمران خان په ورته وخت کې له اسلامپاله ډلو وغوښتل چې حکومت دې نهمجبوروي چې د دوی پر ضد لاس په کار شي.
کله چې اسیه بي بي په اعدام محکومه شوې وه هغه وخت د بشري حقونو ډلو او په ټوله نړۍ کې عیسویانو پر دې پرېکړې سخت انتقادونه وکړل.
په ۲۰۱۰ کال کې د عیسویانو مشر ۱۶م پاپ بیندیک د دې مېرمنې د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د نړۍ د کاتولیکانو اوسني مشر پاپ فرانسېس په ۲۰۱۵ کال کې د اسیه بي بي له لور سره کتلي و.