دفاع وزارت: د غوځ ملاتړ ماموریت له افغان ځواکونو د پخوا په څېر ملاتړ کوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د افغان او غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو ترمنځ په اړیکو کې کوم ځانګړی تغییر نه دی راغلی.

له افغان امنیتی ځواکونو سره د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو له خوا د مخامخ غونډو د بندېدو د راپورونو له خپرېدو سره جوخت، د افغانستان دفاع وزارت وایي چې له افغان ځواکونو سره د نړیوالو پوځیانو په ملاتړ او مشوره ورکولو کې کوم تغییر نه دی راغلی.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بهرنیو پوځیانو دا پرېکړه به له افغان امنیتی ځواکونو سره د دوی پر اړیکو کوم اغېز پرې نه باسي.

ښاغلی جاوید وایي چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت ځواکونه د پخوا په څېر له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.

غفور احمد جاوید

دی زیاتوي:

"لا تراوسه کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې او مونږ ته د هغوی مشوره راکول دوام لري، تېره شپه هم هغوی د افغان ځواکونو په ملاتړ بمباري وکړه، دا د افغانستان، امریکا او ناټو پر اړیکو هېڅ ډول اغېز نه لري، مونږ ښې اړیکې لرو، مشوره ورکول او روزنه هم په خپل وخت ترسره کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تازه راپور ورکړی چې امریکایي پوځیانو له افغان امنیتي ځواکونو سره مخامخ لیدل بند کړي او د ټيليفون او ایمېل له لارې به له هغوی سره اړیکې ولري.

دې ورځپاڼې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو د یوه ویاند په حواله ویلي چې دا پرېکړه د هرات او کندهار ولایتونو له وروستیو پېښو څخه وروسته شوې ده.

تېره اوونۍ په هرات کې یوه تن چې د افغان پوځيانو یونیفورم یې اغوستی و، پر بهرنیو سرتېرو ډزې وکړې چې یو چکی سرتېری پکې ووژل شو.

دغه راز ترهغه مخکې په کندهار کې د یوه تن په حمله کې چې د والي د ساتونکو په چوکاټ کې یې دنده ترسره کوله، جنرال عبدالرازق او جنرال عبدالمومن حسین خېل ووژل شول او یو امریکایي جنرال ټپی شو.

تر دې وړاندې هم ډېر کله داسې راپورونه خپاره شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو د وسله والو مخالفانو نفوذي کسانو پر بهرنیو سرتېرو حملې کړي او هغوی ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

خو د ولسی جرګې د دفاعی او امنیتي کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني د افغانستان د دفاع وزارت برعکس وایي چې د بهرنیو ځواکونو دغه نوې پرېکړه د افغان امنیتی ځواکونو د روزنې او هغوی ته د سلا مشورو ورکولو پر پروسې منفي اغېزې لري.

نوموړي وویل:

"مشوره او روزنه د ټيلیفون او ایمېل له لارې نه کېږي، دا به ښه وي چې زمونږ کشفي ځواکونه ډېر کار وکړي، ترڅو پردي استخبارات د امنیتي ځواکونو په منځ کې خپل کسان ځای پرځای نه کړي، د افغانستان ټول خلک طالبان نه دي، دغه مشوره چې هغوی ته ورکړل شوې، سمه نه ده، لکه څنګه چې زمونږ ځواکونو خطر منلی، بهرني ځواکونه دې هم د افغان ځواکونو د روزنې او هغوی ته د مشورو ورکولو په برخه کې ومني."

په عین حال کې د امنیتی چارو پوه محمداګل مجاهد وایي، که چېرې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ بی باوري تردې حده زیاته شي چې له مخامخ لیدو ډډه کېږي، نو دا به د هغه په خبره، ډېر منفي نتایج ولري.

د ښاغلي مجاهد په خبره، په دې صورت کې به افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې، مشورو ورکولو او حتی د اکمالاتو او تجهیزاتو پروسه به ډېره اغېزمنه شي.

راپور: نسیم شفق