د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۵

واشنګټن پوسټ: امریکايي پوځیانو افغانانو سره مخامخ ناستې ځنډولي

  • واشنګتن پوسټ

امریکايي پوځیانو له افغانانو سره مخامخ ناستې ځنډولي، واشنګتن پوسټ ورځپانې په همدې اړه یو مطلب لیکلی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې امریکايي پوځیانو دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې په کندهار او هرات کې دوه مرګوني بریدونه وشول.

واشنګتن پُسټ لیکي د کندهار ځواکمن امنیه قومندان جنرال رازق په ډزو ووژل شو او په هرات کې هم یوه کس چې د افغان سرتیري دریشي یې په تن وه په چکي سرتیرو ډزې وکړې او یو تن یې وواژه.

واشنګتن پُسټ لیکلي د کندهار ځواکمن امنیه قومندان تر هغې جلسې وروسته د یوه بریدګر په ډزو ووژل شو چې د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر سره یې درلوده.
واشنګتن پُسټ لیکلي د کندهار ځواکمن امنیه قومندان تر هغې جلسې وروسته د یوه بریدګر په ډزو ووژل شو چې د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر سره یې درلوده.

له ۲۰۰۸ کال راهیسې د افغان پوځ په لیکو کې ځینو نفوذي کسانو په بهرنیو عسکرو ماشې ور تاو کړي چې تر دې دمه ۱۵۵ کسان وژلي.

د قاطع ملاتړ د ماموریت یوه ویاند ویلي په هرات کې تر برید وروسته دوی ښه وپتیله چې له افغان پوځیانو سره د افغان پوځ په مرکزونو کې مخامخ ناستې وځنډوي او یواځې په بریښنالیک او ټيلیفوني خبرو اتکا وکړي.

ورځپانې لیکلي له دې وروسته د امریکا پوځي چارواکي یواځې تر خپلې قوماندې لاندې مرکزونو کې له افغان پوځیانو سره ګوري.

واشنګتن پُسټ: له ۲۰۰۸ کال راهیسې د افغان پوځ په لیکو کې ځینو نفوذي کسانو په بهرنیو عسکرو ماشې ور تاو کړي چې تر دې دمه ۱۵۵ کسان وژلي.

واشنګتن پُسټ لیکلي د کندهار ځواکمن امنیه قومندان تر هغې جلسې وروسته د یوه بریدګر په ډزو ووژل شو چې د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر سره یې درلوده.

په برید کې د کندهار د ملي امنیت رییس جنرال مومن حسین خیل او د ملي ټلویزیون کمره مین سلیم انګار هم وژل شوي او د کندهار والي، یو امریکايي جنرال او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني وویل چې دا برید په پاکستان کې پلان شوی و خو د واشنګتن پُسټ په خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا تور رد کړ.

  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونې یو مطلب لیکلی چې عنوان یې دی: "په افغانستان کې پاتې کېدل د ناپوهۍ تعریف"

خپرونې لیکلي پخلاینه یوې سیاسي حل لارې او په افغانستان کې د امریکا دایمي حضور ته لار پرانیزي.

نشنل انټرسټ: امریکا په افغانستان کې له اولسو کالونو راهیسې پاتې ده او لا هم د جنګ د پای ته رسېدو نښې نه تر سترګو کیږي.
نشنل انټرسټ: امریکا په افغانستان کې له اولسو کالونو راهیسې پاتې ده او لا هم د جنګ د پای ته رسېدو نښې نه تر سترګو کیږي.

لیکوال لیکي دا یواځینۍ لار ده چې په پوره ډاډ په افغانستان کې د فعالو خطرناکه تروریستي سازمانانونو په وړاندې د امریکا دفاع وکړو.

د خپرونې په لیکنه دا د امریکا د استازیو جرګې د پوځي خدماتو د کمیټې د رییس مک تورن بیري خبره ده چې تېره اوونۍ یې افغانستان ته هم سفر کړی و.

نشنل انټرسټ لیکي امریکا په افغانستان کې له اولسو کالونو راهیسې پاتې ده او لا هم د جنګ د پای ته رسېدو نښې نه تر سترګو کیږي.

په دوام کې راغلي چې " د یوه عمل بیا تکرار او بیا ورنه د متفاوني نتیجي تمه د ناپوهۍ اصلي تعریف وړاندې کوي."

XS
SM
MD
LG