سولې شورا: د سولې په اړه د مسکو پر ناستې هوکړه شوې او پایلو ته‌یې خوشبین یو

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو ناستې جوړېدو ته موافقه شوې او د سولې عالي شورا یې پایلو ته خوشبینه ده.

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هدف د هڅو په دوام، د افغانستان د سولې عالي شورا هیله ښيې چې د مسکو په ناسته کې د افغان پلاوي ګډون به له لاسته راوړنو ډک وي.

د یادې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه ناسته د سولې له ټيګنښت سره مرسته کوي او تمه ده چې دغه ناسته د راتلوونکي اوونۍ تر پایه جوړه شي.

عزیزالله دین محمد

ښاغلي دین محمد زیاته کړه:

"مسکو ناسته کې د ټولو لورو اتفاق پکي اخېستل کیږي د راتلوونکي اونۍ تر پایه به جوړه شي، د افغانستان لوری سره هم تفاهم شوی او برخه پکي اخلي، پدې ناسته کې بیلابیلې لوري دي او مونږ د ناستې پایلو ته هیله مند یو چې ښه نتېجه به ترې واخلو."

نوموړي وویل، د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو په ناسته افغان پلاوی ګډون کوي چې د سولې عالي شورا یو غړی هم په کې حضور لري.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په تړاو په مسکو کې دغه ناسته د راتلوونکي اوونۍ تر پایه جوړه شي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې د افغان سولې په اړه دغه د مسکو ناسته د تېرې میلادي میاشتې په لومړیو کې جوړه شوې وای، خو د افغان حکومت د نه ګډون له کبله دغه ناسته وځنډېده.

روسي چارواکو هم ویلي، د روانې میلادي میاشتې تر وروستیو پورې به د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو ناسته ترسره شي او په دغه ناست کې د افغانستان تر څنګ امریکا، طالبان او د سیمې هېوادونو ته هم په ‌کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.

په دې اړه نور: په مسکو کې د افغانستان د سولې لپاره غونډه جوړېږي

که څه هم طالبانو په دغه ناسته کې د ګډون په اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو روسي چارواکو تر دې وړاندې ویلي، طالبان چمتو دي چې په مسکو کې د افغانستان د سولې اړوند جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلي، خو بریالۍ نه‌شوه.

په همدې حال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد پوهاند ودیر ساپي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت باید له رامنځته شوي فرصته د سولې د راوستلو لپاره ښه ګټه پورته کړي.

خو د نوموړي په وینا، افغانستان باید داسې پالیسې غوره کړي، څو ښکېل هېوادونه دې ته اړ شي چې د سولې لپاره صادقانه همکاري وکړي.

استاد پوهاند ودیر ساپی

ښاغلي ساپي زیاته کړه:

"افغانستان ته اړتیا ده چې داسې ډيپلوماسي غوره کړي چې پاکستان، ایران، چین او روسیه او حتی هند هم دې ته اړ شي چې د افغانستان سولې لپاره صادقانه همکاري وکړي، خو زما په نظر اوسنی حکومت دا توان نه‌لري."

په دې اړه نور: دين محمد: د مسکو غونډه د راتلونکې اوونۍ پای ته تر رسېدو مخکې جوړېږي

نوموړي روانو حالاتو ته په اشارې سره وویل چې اوس امریکا او روسیه دې نتیجې ته رسېدلي چې د افغانستان سوله یې په ګټه ده.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له ‌‌پاره سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل ‌زاد په استولو سره د سولې هڅو ته زور ورکړی.

ښاغلي ساپي دې موضوع ته په پام سره وايي چې د افغانستان د سولې په اړه هڅې تر بل هر وخت زیاتې شوي او دا د دې ښودنه کوي چې د سولې بهیر بالاخره بریا ته رسېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ