د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د سولې عالي شورا: د سیمې د هېوادونو له همکارۍ پرته سوله نه‌شي راتلی


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سیمې د هېوادونو له همکارۍ پرته به دغه هېواد کې سوله ټينګه نه‌شي.

د سولې عالي شورا ټينګار کوي چې دايمي سولې ته د رسېدو لپاره قوي اجماع او د سیمې او نړۍ مرستې ته اړتیا ده.

د دغې شورا مرستیال عزیزالله حاجي دین محمد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۲» ازادي راډيو ته وویل، افغانستان باید د نړۍ د لویو قدرتونو په ځانګړي ډول امریکا او روسیې د همکارۍ مرکز وي او د سیمې هېوادونه هم باید د یوې اجماع په چوکاټ کې د سولې له پروسې سره مثبت او رښتینی رول ولري.

حاجی دین محمد
حاجی دین محمد

ښاغلي دین محمد په دې اړه وویل:

"زه باوري یم چې د سیمې هېوادونو له اجماع او همکارۍ پرته به افغانستان کې دایمي سوله ناممکنه وي، دایمي سوله هغه مهال ټینګېدای شي چې د لویو قدرتونو موضوع څخه افغانستان جلا شي او د سیمې د یوه اړتیا په توګه ورسره همکاري وي، نو په‌دې صورت کې به افغانستان یوې دايمي سولې ته ورسېږي.​"

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې یو شمېر امریکايي رسنیو په‌دې وروستیو کې ویلي چې د افغانستان سوله یوې سیمه‌ییزې اجماع ته اړتیا لري.

نشنل انټرسټ مجلې ویلي، د افغانستان جګړه پېچلي کورني او بهرني اړخونه لري او د دغې جګړې د ختمولو لپاره باید ټولو اړخونو ته پاملرنه وشي.

دغې مجلې ویلي، که څه هم طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو اترو ته چمتو نه‌دي، خو هغوی له پوځي لارې د کابل د تصرف توان نه‌لري.

نشنل انټرسټ ویلي، د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو هېوادونو ګټې نغښتې دي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید داسې تګ‌لاره غوره کړي چې د امریکا، روسیې او چین ګټې ورسره تړلې وي.

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي، د افغانستان قضیه بېلابېل اړخونه لري او په دغه هېواد کې د سولې ټينګښت لپاره اړتیا ده څو ټول اړخونه‌یې په پام کې ونیول شي.

د سیمې هېوادونو له اجماع او همکارۍ پرته به افغانستان کې دایمي سوله ناممکنه وي.

له ډلې یې عبدالطیف نظري ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان سوله د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د لویو قدرتونو ملاتړ او هم د سیمې د هېوادونو مشارکت ته اړتیا لري، له هغه پرته که یوه برخه‌یې ناقصه وي، زه فکر کوم په افغانستان کې به سوله ټينګه نه‌شي."

دا په داسې حال کې ده چې امریکا هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له‌‌پاره سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په استولو سره د سولې هڅو ته زور ورکړی.

روسي چارواکو هم ویلي، د روانې میلادي میاشتې تر وروستیو پورې به د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو ناسته ترسره شي او د افغانستان تر څنګ امریکا او طالبان او د سیمې هېوادونو ته هم په‌کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.

افغان چارواکو په کراتو ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې او ولسمشر غني څه موده وړاندې ویلي چې هېوادونه له وخته زیات سولې ته نږدې شوي دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG