د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ او پوهنې د وزارتونو مسوولین د هېواد پر ټولو ځوانانو غږ کوي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې دې پراخه ونډه واخلي او د درغلیو مخه دې ونیسي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین کمال سادات د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له ځوانانو سره په یوې ناسته کې وویل، د هېواد د نفوسو لویه برخه ځوانانو جوړوي او کولی شي چې د ځوان فکر، توانمندۍ او مثبتو هڅو له لارې، د ولسي جرګې انتخابات مثبت لوري ته یوسي.
ښاغلي سادات زیاته کړه:
"موږ له ټولو ځوانانو، خویندو، وروڼو هیله کوو، څو د خپلې خوښې کاندید ته رأی ورکړئ، هغه کاندید ته چې د هېواد لپاره د خدمت مصدر وګرځي او هغه کسان چې له وسلهوالو ډلو، ټوپکسالارانو، قانون ماتوونکو او نورو غیر قانوني ډلو سره لاس لري، ولسي جرګې ته درنه لاړ نهشي، که نه نو راتلونکی مسوولیت به زموږ او ستاسې پر غاړه وي."
ښاغلي سادات وویل، انتخاباتي کمېسیونونو چې د ولسي جرګې د کاندیدانو له لېسته یو شمېر کاندیدان لېرې کړل، خو دوهم چاڼ د ځوانانو صلاحیت دی چې ولسي جرګې ته باید د غیرو مستحقو کاندیدانو مخه یادو کسانو ته د خپلې رأی په نه کارولو سره ونیسي.
په دې اړه نور: د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ۷کاندیدان له وروستي لېسته وایستلد انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې سږ کال د ولسي جرګې انتخاباتو ته د ولسي جرګې د یو شمېر برحاله غړیو په ګډون شاوخوا۲۶۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې لوی اکثریت یې ځوانان دي.
ښاغلي سادات هیله وښوده چې د ولسي جرګې نوي غړي وکړای شي کوم باور چې دغې جرګې د خلکو په وړاندې بایللی بېرته اعاده کړي.
په جوړې شوې ناسته کې د مدني ټولنې او د پوهنې وزارت مسوولینو هم ګډون کړی وو.
د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت نجرابي له ځوانانو هیله وکړه چې د انتخاباتو اهمیت د ښوونځیو او پوهنتونونو همټولګیو ته بیان او لېواله یې کړي چې پهدغه ملي پروسه کې برخه واخلي او خپلې رأیه ځوانانو ته که نارینه وي یا ښځې، وکاروي.
نوموړې وویل:
"زموږ ځوانان په اوسنیو شرایطو کې د بېکارۍ، بېوزلۍ او دغه شان زدهکړو او تحصیل ته د نه لاسرسي له ستونزو سره مخ دي. هیله ده د ځوانو کاندیدانو او په تېره د ځوانو ښځو ترڅنګ ودرېږئ ځکه دوی تصمیم نیولی چې ودرېږي او پهدې لاره کې مبارزه وکړي."
د مدني ټولنې استازي فریدون فدايي ټینګار وکړ چې رأیه د یو کس د شخصیت او عزت نښه ده او خرڅول یې د شخصیت او عزت د څرخولو په مانا دي. ده له ځوانانو هیله وکړه چې خپلې رأی ونه پلوري.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اعلان له مخې د ولسي جرګې انتخابات د شنبې په ورځ د میزان په ۲۸مه له غزني ولایته پرته په ټول افغانستان کې ترسره کېږي.
راپور: خان محمد سیند